T20 لوبو ته له راشد خان سره د سسکس تړون

  • خپرول: ۱۸ دلو ۱۳۹۶
  • نوملړ: بی بی سی
  • د خبر شميره: 43662

راشد خاند انځور حقوق
Getty Images

Image caption

راشد خان، ۲۰ اوریزو لوبو کې دویم غوره توپ اچوونکی اعلان شوی

د افغانستان مشهور لېګ سپېنر توپ اچوونکی راشد خان ته د انګلستان د شل اوره لوبو یوې لړۍ د لوبو تړون ورکړی. سسکس د شل اوره بلاسټ لوبو په لومړیو نیمایی لوبو کې د راشد خان د لوبولو پرېکړه کړې.

نولس کلن راشد خان په ۲۰۱۵ کال کې د خپلو نړیوالو لوبو له پیل راهیسې په ۲۷ شل اوره نړیوالو لوبو کې په ۱۴.۳۵ اورونو کې په منځنی ډول ۴۲ ویکټې اخیستې دی.

هغه په دې وروستیو کې د استرالیا په بېګ باش لیګ کې د اډېلېډ سټرایکرز لوبډلې لپاره ولوبېده.

دغه لوبډله د سسکس د راتلونکی مشر روزونکی جېسن ګېلېسپی له خوا روزل کېده.

ګلېسپی ویلی: “زه د هغه لیدلوری، کاری اخلاقو او ډله ییز کاری فکر سخت اغېزمن کړی یم. د افغانستان لپاره او دغه راز د شل اوره لوبډلو لپاره د هغه لوبې په تېرو دوو کلونو کې ډېرې پام وړ وې”.

راشد خان، ۲۰ اوریزو لوبو کې دویم غوره توپ اچوونکی

راشد خان د اسوسیېټ هېوادونو د کال غوره لوبغاړی

راشد خان د هند غوره لیګ کې وپېرل شو

راشد خان د شل اوره لوبو په وروستی لیګ بېګ باش کې د مخکښ ویکټ اخیستونکی په توګه وځلېده.

هغه په ۱۱ لوبو کې اتلس ویکټې واخیستې او د منډو اوسط یې هم په اور کې ۵.۶۵ و.

هغه دغه راز د هند د غوره لیګ په لیلام کې هم د سنرایزر حیدرآباد لوبډلې لپاره د ۹۸۹،۰۰۰ پونډو په مقابل کې وپېرل شو.

هغه له دې وړاندې په کارابین غوره لیګ او د بنګلدېش په غوره لیګ کرېکټ سیالیو کې هم لوبېدلی.

دغه ښی لاس توپ اچوونکی په ننګرهار کې زیږېدلی.

په برېتانیا کې په دغو لوبو کې د هغه ګډون اوس نړیوال کلیرېنس او د وېزې ورکړه پورې اړه لری.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=43662

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *