سرویس پارلمان

په پارلمان کې معاملهتیتر یک

د پارلمان یوتن استازی ادعا کړی چې یوشمېر هغه نوماند وزیران چې ټاکل شوې پارلمان ته ور وپېژندل شی ، د پارلمان ځینو غړو ته ویلی چې په هغه صورت کې چې دوی ته د باور رایه ورکړی ، ددوی د پام وړ کسان به په مهمو بستونو کې وګماری.

په پوځی بنسټونو کې د اصلاحاتو راوستو په موخه د ولسمشر فرمان څخه د ولسی جرګې ځینو استازو اندېښنهپارلمان

داسې خبرونه خپور شوی چې ګواکې ولسمشر غنی د یو فرمان په ترڅ کې هوډ لری د هېواد وسله والو ځواکونو څه باندې ۶۰ زره پوځیان تقاعد خواته ولاړ شی. دغه خبر ګن شمېر غبرګونونه له ځان سره درلود . د جرګې ډېری غړی دغه فرمان د ستونزو ډک بولی.

د جرګې استازی : د ولسمشر لومړی مرستیال الوتکې ته د اجازې نه ورکول غیرقانونی دیتیتر یک

د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم الوتکې ته د ناستې اجازې نه ورکولو په اړه د خبرونو خپرېدو وروسته د جرګې استازی وایی داچې د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم الوتکې ته د ناستې اجازه ورنه کړرل شی ، غیرقانونی دی.

په جرګه کې د ننګرهار خلکو استازی حضرت علی : ځانمرګی برید کونکی د مسلمیار په منځګړتوب خوشی شولتیتر دو

په ولسی جرګه کې د ننګرهار خلکو استازی حاجی حضرت علی وایی څو شکمن کسان چې پر ملی شورا باندې د ترهګریزو برید ترسره کولو هوډ لرل ، دده په نوم ملی شورا ته دننه شوی ول ، د مشرانو جرګې رییس فضل هادی مسلمیار په منځګړب د ملی امنیت بندخونې څخه خوشی شوی دی .

د ولسمشر نیوکې په تړاو د کندهار ناستې په اړه غبرګونتیتر دو

له هغه وروسته چې د جرګې لسګونه غړو په کندهار ولایت کې د ولسمشر اشرف غنی سیاستونو څخه نیوکه وکړه ، په ولسی جرګه کې بېلابېل غبرګونونه راپارولی دی. یوشمېر استازو ددغه حرکت څخه نیوکه کړې او هغه یې د نظام کمزورتیا په موخه یوه پلمه بللی خو ځینو نورو استازو ددغې ناستې څخه د هرکلی ترڅنګ د ملی یووالی حکومت مشران په درواغ ویلو او د خلکو په فریب ورکولو تورن کوی.

۵۶ سلنه استازی د پارلمان په غونډو کې ګډون نه کویتیتر یک

یو غیردولتی بنسټ د ولسی جرګې استازو کړنو په اړه په یو راپور کې ویلی چې په یوه میاشت کې د جرګې ۵۶ سلنه غړی د پارلمان په غونډو کې غیر حاضر ول. د سولې لپاره د ښځو څېړنیز بنسټ چې د ولسی جرګې غړو یو میاشتنی راپور چمتو کړی […]

د جرگې ځینو استازو د مخابراتو لس سلنۍ مالیې لغو کولو غوښتونکی شولتیتر دو

د ولسی جرګې لومړی مرستیال همایون همایون ددغې جرګې مخابراتو او مواصلاتو کمیسیون ته امر کړی ترڅو د مخابراتی کریدت کارتونو لس سلنۍ مالیې اخستو په بهیر کې روڼوالی وڅېړی او په هغه صورت کې چې دغه بهیر رڼه نه وی ، جرګې ته وړاندیز وکړی چې په قانونی ډول دغه مالیه لغو کړی.