سرویس پارلمان

د جرگې په ناسته کې د ملی امنیت مشر مرستیال ته د ننه کېدو اجازه ورنه کړل شوهتیتر دو

په هېواد کې د وروستیو ناامنیو په دوام، څو تنه امنیتی چارواکی د ځواب ویلو په موخه جرګې ته راوبلل شول. د ملی دفاع او کورنیو چارو وزیرانو د حاضرېدو سربېره، د ملی امنیت مشر معصوم ستانکزی دې ناستې ته حضور ونه موند او پرځای یې د یاد وزارت عملیاتی مرستیال صبور قانع جرګې ته لېږل شوی وو چې د استازو له لورې ده ته د ننه کېدو اجازه ورنه کړل شوه.

د جرګې استازو ژمنی رخصتیو ته لاړلتیتر دو

د جرګې استازو د شنبه په ورځ د ۴۵ ورځو لپاره ژمنی رخصتیو ته لاړل. په داسې حال کې چې د جرګې ځینو غړو ددغو رخصتیو د ځنډېدو غوښتونکی شوی ول.

د ولسی جرګې غیرعادی اقداماتپارلمان

د دری نیوز راپور له مخې ، ولسی جرګې د چهارشنبه په ورځ د یو غیرعادی اقدام په ترڅ کې د خپل نن ورځې فعالیتونه رخصت اعلان کړ.

د جرګې مشر له لارې د ۵ میلیون افغانیو د بېرته سپارلو تروقته پورې د لس ورځنۍ غړیتوب د ځنډېو څخه د پارلمان شنبه ورځې پرېکړېتیتر دو

د جرګې شنبه ورځې په ناسته کې پرېکړه وشوه چې د جرګې مشر عبدالرووف ابراهیمی هغه پنځه میلیون افغانی چې وړاندې د جرګې له بودجې څخه په ناقانونه اخستی وو ، بېرته ورکړی. همداراز د جرګې د دارلانشا مشر خدای نظر نصرت د مالی فساد په تور لوی سارنوالی ته پېژندل شوی دی.

په جرګه کې د لفظی شخړو له امله عمومی ناسته ګډوډه شوهتیتر یک

د جرګې چهارشنبه ورځې په غونډه کې لفظی شخړې ، له هغه وروسته عمومی غونډه لمنځه یوړل چې ګل پادشاه مجیدی ، د جرګې لومړی مرستیال همایون همایون او محمد نعیم لالی یې تورن کړ چې په زور سره د جرګې تلویزیون د آرشیف څخه اسناد وړی دی.

امینتی چارواکو د پارلمان په ناسته کې د قناعت وړ ځوابونه وړاندې نه کړلتیتر دو

په جرګه کې د تېرې ورځې د پټې ناستې څخه راپورونه ښیی چې د افغانستان جګپوړو امنیتی چارواکو د پالمان په ناسته کې ونه توانېدل د قناعت وړ ځوابونه وړاندې کړی چې ولی د تېرو څو ورځو په ترڅ کې د افغانستان په ۵ ولایتونو کې د شپژو سترو بریدونو د مخنیوی په برخه کې ناکام ول.