سرویس نړیوال

آیا عادل الجبیر په نېږدې راتلونکې کې لیری کېژی ؟نړیوال

له دندنې څخه د سعودی عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل جبیر د ګوښه کېدو او دیاد هېواد ولیعهد محمد بن سلمان کوچنی ورور خالد بن سلمان د ځای ناستې کېدو مساله د بېلابېلو رسنیو په واسطه مطرح شوې ده.

شمالی کوریا : باید د امریکا سره جګړې ته چمتو شونړیوال

د شمالی کوریا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د امریکا او شمالی کوریا د سترو پوځی تمرینونو ترسره کېدل او همداراز د امریکا یی سیاستوالو د څه مودې مخکې څرګندونې پر پیونګ یانګ باندې د ضربې اړولو په موخه د امریکا چمتوالۍ څرګندونکی دی.

ترامپ د مسلمانانو لومړۍ قبله یې داسراییل رژیم د پلازمېنې په توګه ور وپېژندلنړیوال

د امریکا ولسمشر دونالد ترامپ په سپینه مانۍ کې په خپله وینا کې قدس یې د اسراییل پلازمېنې په توګه په رسمیت وپېژندل. دده په وینا ، د واشتنګن دغه پرېکړه د منځنۍ آسیا سولې لپاره اړین دی او له هغې څخه د حقیقت د رسمیت پېژندلو لپاره یادونه وکړه.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر: د اېران سره د اټمی هوکړې پای ، د جګړې د رامنځته کېدو ګواښ ته زیاتوالی ورکوی .نړیوال

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر زیګمار ګابریل د اېران سره د اټمی هوکړې د پای په اړه د خبرداری ترڅنګ وویل چې دغه مساله د جګړې د رامنځته کېدو ګواښ ته زیاتوالی ورکوی او نړیوال امنیت به له ګواښ سره مخ کړی.

د سوریې په اړه د پوتین مهم خبرنړیوال

د روسیې ولسمشر د یاد هېواد کلیساګانو د استازو سره په لیدنه کې د ترهګرو له کنترول څخه د سوریې ټولو خاورو د هغې له ډلې څخه د مسیحیانو میشتو سیمو د خوشی کولو څخه خبر ورکړ.

د امریکا دفاع وزیر د پاکستان څخه وغوښتل ترڅو د افغانستان پر خاوره د ترهګریزو بریدونو مخه ونیسینړیوال

د امریکا دفاع وزیر جیمز ماتیس د دونالد ترامپ په دولت کې د یاد وزارت د تصدۍ راهیسې د لومړی ځل لپاره پاکستان ته سفر کړی ترڅو ددغه هېواد له چارواکو څخه وغواړی چې د هغو اورپکو د لمنځه وړولو لپاره چې د پاکستان له خاورې څخه په افغانستان کې خپل بریدونه ترسره کوی ، زیاتې هڅې ترسره کړی.

د سی آی ای مشر : د ترهګرو په وړاندې د پاکستان جدی اقدام نه ترسره کېدو په صورت کې ، امریکا په اقدام لاس پورې کوی .نړیوال

د امریکا استخباراتی سازمان مشر مایک پمپیو وایی ، چې که پاکستان په دغه هېواد کې د ترهګریزو ډلو د اډو په وړاندې جدی اقدام ترسره نه کړی ، امریکا په اقدام لاس پورې کوی.

دداعش څه باندې ۱۵۰۰ بهرنی ښځې او ماشومان په عراق کې بندیان دینړیوال

دداعش څه باندې ۱۵۰۰ بهرنی ښځې او ماشومان د عراق نینوا ولایت په بندخونه کې ساتل کېژی . رویترز تردې وړاندې ویلی وو چې یوشمېر افغان مېرمنې چې ددوی مېړه په عراق کې دداعش سره د یوځای کېدو وروسته وژل شوی ول ، ددغو ښځو په منځ کې شتون لری.