سرویس نړیوال

هند ته د اېران د بهرنیو چارو وزیر سفر او له برجام څخه د امریکا له وتلو وروسته د چابهار بندر موضوعنړیوال

یوې هندی ورځپاڼې هند ته د اېران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف سفر ته په اشارې سره لیکلی چې له اټمی هوکړې څخه د امریکا وتلو ته په پام، دغه لیدنه به د چابهار بندر په برخه کې د اېران او هند ګټو په تضمین کې اغېزمن وی.

د امریکا سفیر فریدمن د فلسطین خلکو ته ګواښ وکړنړیوال

په اسراییل کې د امریکا سفیر د فلسطین خلکو ته ګواښ کړی او زیاته یې کړه چې که فلسطینیان زموږ له خوا وړاندیز شوې طرحه ونه منی او د خبرو مېزته حاضر نشی، له ډېرو زیانونو سره به مخامخ شی.

د ملګرو ملتونو سازمان له دولتونو غوښتی چې د ملکی وګړو د ځان ساتنې په برخه کې پام وکړینړیوال

د ملګرو ملتونو سازمان عمومی منشی آنتونیو ګوترش د ( سه شنبه غبرګولې ۱) په ورځ د امنیت شورا په غونډه کې د جګړې له ښکېلو هېوادونو څخه غوښتی ترڅو د نښتو پرمهال د ملکی وګړو له ځان څخه ساتنه وکړی.

قدس ته د امریکا سفارت لېږل، نړیوالو قوانیو ته روښانه سپکاوۍ دهنړیوال

د اطلس خبری سرچینې راپور له مخې، د افغانستان خلکو د حرکت انقلاب اسلامی قدس ته د امریکا سفارت لېږلو په اړه د یوې اعلامیې په خپرولو سره غبرګون ښودلی او دهغه غندلو ترڅنګ خبرداری ورکړی چې د امریکا دغه اقدام هغه اور دی چې کوم چا له هغه سره د مبارزې توان نه لری او د امریکا دغه اقدام د ملګرو ملتونو سازمان مصوباتو ته روښانه سپکاوۍ ده.

اېران: امریکا په افغانستان کې د امنیت ټینګښت په برخه کې پاتی راغلی او د خلکو ذهنونه ناسم خواته وړینړیوال

د اېران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمی په فراه ولایت کې له طالبانو څخه د اېران ملاتړ ادعاو په غبرګون ویلی چې امریکا په افغانستان کې د امنیت له ټینګښت څخه پاتې راغلی او له همدې امله د افغانستان خلکو ذهنونه ناسم خواته وړی دی.

روسیه: له طالبانو سره د امریکا خبرو د نه ترسره کېدو په صورت کې، په افغانستان کې د کلونو لپاره به خونړۍ جګړه دوام ومومینړیوال

د افغانستان په چارو کې د روسیې ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وایی چې د افغانستان اوسنی حالت په افغانستان کې د شوروی له دورې سره ډېر ورته والی لری. دی ویلی، په هغه صورت کې چې امریکا له طالبانو سره د خبرو څخه ډډه وکړی، په افغانستان کې به د کلونو لپاره خونړۍ جګړه دوام ومومی.

د امریکا او جنوبی کوریا ولسمشرانو ټېلفونې خبرېنړیوال

د اطلس خبری سرچینې راپور له مخې، د امریکا ولسمشر دونالډ ټرامپ او د جنوبی کوریا ولسمشر مون جایه این له واشنګټن سره د تاریخی ناستې د لغو کولو په موخه د شمالی کوریا د وروستیو ګواښونو په اړه سره ټېلفونی خبرې کړی دی.