سرویس نړیوال

جاپان کې د زلزلې له امله ګڼ شمېر مالی او ځانی زیانونه رامنځته شوینړیوال

د رویټرز د خبر له مخې په ځایی وخت نن سهار اته بجې د جاپان په اوساکا ښار کې شدیده زلزله شوې ده. په دې پېښه کې تر ۲۰۰ ډېر کسان ټپیان دی او څلور وژل شوی دی. ددې تر څنګ په دغه ښار کې لسګونه ودانۍ زیانمنې شوې دی. سرچینه زیاتوی چې دمګړی د ۱۷۰ زره کورونو برېښنا پرې شوې ده.

ماتیس: د قطر او اماراتو په زیاتېدو سره، په افغانستان کې زموږ د ملګرو شمېر ۴۱ هېوادونو ته رسېدلینړیوال

د امریکا دفاع وزیر جیمز ماتیس په بروکسل کې د ناټو او دده ملګرو د دفاع وزیرانو ناستې په څنډه کې وویل چې زموږ ایتلاف ته د قطر او اماراتو په زیاتېدو سره، زموږ د ملګرو هېوادونو شمېر ۴۱ ته رسېدلی دی.

په ګواتیمالا کې د آتشفشان له امله ۲۵ کسان وژل شوینړیوال

د ګواتیمالا ښار په څلویښت کیلومتری کې په یوه غره کې د اتشفشان لګېدو له امله ۲۵ تنه وژل شوی په سلګونو نور ټپیان دی او دغه راز ۶۵۳نور امنو ځایونو ته لیږدول شوی دی. د ګواتیمالا د طبیعی پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلی، چې یاد اتشفشان د الرودئو کلی ته رسېدلی، کورنه یې ویجاړ کړی او هر څه یې سوځولی دی. دغه راز هغه سیمې چې سوځېدلې دی تر اوسه ورته مرستندویان هم لاسرسی نه لری. د راپورونو له مخې یادو اتشفشانونو لږ تر لږه یو میلیون او ۷۰۰ زره کسان اغېزمن کړی دی. د ګواتیمالا جمهوریت په مرکزی امریکا کې پروت هېواد دی او د ټولو وګړو شمېر یې شاوخوا ۱۷ میلیونه دی.

له قدس څخه د دفاع په موخه د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ټینګارنړیوال

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو ویلی چې موږ ترټولو هغه پیاوړی هېواد یو چې د نړیوال سیسټم د بدلون له اړتیا څخه دفاع کوو. د آناتولی راپور له مخې، چاووش اوغلو چې په واشنګټن کې د امریکا دیانت په مرکز کې خبرې کولی، وویل: « موږ د امت مسول یو. د ترکیې د چوپتیا په صورت کې څوک کولای شی له قدس څخه دفاع وکړی؟ ځینې اسلامی هېوادونه د وېرې له امله خپل غږ نه پورته کوی».

د ناټو عمومی منشی: د اېران د احتمالی برید په صورت کې، دغه سازمان له اسراییلو ملاتړ نه کوینړیوال

د ناټو عمومی منشی ینس استولتنبرګ په منځنۍ ختیځ کې د اېران او اسراییلو ترمنځ د غبرګونو په زیاتوالی سره سم ویلی چې پر اسراییلو باندې د اېران د احتمالی برید په صورت کې، یاد سازمان به له اسراییلو ملاتړ ونه کړی.

هند کې سختو طوفانونو ۳۴ تنه وژلینړیوال

د هند سیمه ییز چارواکی وایی، د هغو سختو طوفانونو او بادونو له امله چې د روانې اونۍ دوشنبه ورځې راهیسې په بیهار او اوتارپرادش ایالتونو کې دوام لری، لږترلږه ۳۴ تنه وژل شوی او ۱۷ نور ټپیان دی.