سرویس نړیوال

د بحرین او فرانسې په اړیکو کې غبرګونونهنړیوال

په بحرین کې د بشری حقونو له حالاتو او په یاد هېواد کې د بشری حقونو دفاع کوونکی نبیل رجب ته د افتخاری تبعه ډالۍ کول د بحرینی چارواکو غوصې راپارولې دی. په بحرین کې د فرانسې سفیر سیسیل لونګه، په خپله تویټری حساب کې لیکلی: فرانسه د بشری حقونو له دفاع کوونکو او په دغه هېواد کې د سیاسی اعتراض کوونکو چلند د څرنګوالی په اړه اندېښنه لری.

عراق کې د افغانستان په سفارت کې اور لګېدنه ترسره شوېنړیوال

د رسنیو د راپورونو له مخې تېره ورځ مازدیګر مهال په بغداد ښار کې د افغانستان سفارت اور اخیستی دی. عراقی امنیتی سرچینو رسنیو ته دغه راپور تایید کړی دی. سرچینې وایی چې اورلګېدنه په سفارت کې د سونتوکو د موجودیت او همدا راز په دغه سفارت کې د برېښنا د شارتۍ له امله رامنځ ته شوې ده. په دې پېښه کې چا ته ځانی زیان نه دی اوښتی. عراقی امنیتی سرچینې وایی دوی له کمې مودې وروسته په دې بریالی شول چې په سفارت کې لګېدلی اور کابو کړی. دا چې په دې پېښه کې سفارت څومره زیانمن شوی په اړه یې معلومات نه دی ورکړل شوی.

د ابوبکر البغدادی زوی په سوریه کې وژل شوینړیوال

داعش ډلې ته منسوب د اعماق په نوم یوې ویپاڼې د هغه د وژل کېدو خبر تایید کړی او په یوه اعلامیه کې یې ویلی چې نوموړی د حمص ښار الحراریه “النصیریه” سیمه کې له نښتې وروسته ځانته چاودنه ورکړې ده.

سوریه کې د بې ځایه شویو شمېر ۱۹۸ زرو ته رسېدلینړیوال

د سوریې د بشری حقونو شبکې په دې وروستیو کې د یو راپور په خپرولو سره ویلی چې د یاد هېواد په جنوب کې د بشار اسد رژیم او ددوی ملاتړ کوونکو د هوایی بریدونو په پایله کې د بې ځایه شویو کسانو شمېر ۱۹۸ زرو ته رسېدلی دی.

لیبیا کې ۱۰۰ تنه په اوبو کې لا درکه شوینړیوال

لیبیایی چارواکو اعلان کړی چې د یاد هېواد په سیمندریزو سیندونو کې د ناقانونه کډوالو د یوې بېړۍ د ډوبېدو له امله، لږترلږه ۱۰۰ تنه لا درکه شوی او ۳ ماشومان وژل شوی دی.

سوریه کې د هوایی بریدونو په پایله کې ۴۶ تنه وژل شوینړیوال

د سوریې د بشری حقونو څار ډلې چې مرکز یې په بریټانیا کې دی اعلان کړی چې له تېرې ورځې راهیسې د وسله والو ترهګرو تر کنټرول لاندې سیمو کې په درعا ایالت کې د بشار اسد حکومت د ځواکونو په هوایی بریدونو کې ۴۶ تنه وژل شوی دی.