
یمن د دبی هوایی ډګر د بې پیلوته الوتکې په واسطه موخه وګرځولنړیوال
یمنی ځواکونو د کوچنی بې پیلوته الوتکې په واسطه د دبی پر نړیوال هوایی ډګر باندې له برید څخه خبر ورکړ. دا برید پر یمن باندې د عربی متحده اماراتو د پوځی بریدونو په غبرګون ترسره شوی دی.
یمنی ځواکونو د کوچنی بې پیلوته الوتکې په واسطه د دبی پر نړیوال هوایی ډګر باندې له برید څخه خبر ورکړ. دا برید پر یمن باندې د عربی متحده اماراتو د پوځی بریدونو په غبرګون ترسره شوی دی.
د یمن پوځ ویاند مرستیال عزیز راشید ویلی چې د حج له اړخه د عربستان ګټې د یمنی وګړو د وژنې په برخه کې مصرفېږی او یا امریکا او اسراییل رژیم ته ورکول کېږی.
د امریکا جمهوری غوښتونکی سناتور جان مک کین د سرطان ناروغۍ له امله مړ شو. دی څه باندې یو کال مودې په لړکې د سرطان ناروغۍ له امله ځورېده.
یمن په دغه هېواد کې د ملکی وګړو د موخه ګرځولو او د بریدونو د دوام په غبرګون، د یاد هېواد په جنوب کې په نجران سیمه کې د عربستان پوځ یوه اډه موخه وګرځوله.
په پاکستان کې د سېلابونو او بارانونو د بهېدو له امله ۸۴ تنه وژل شوی او ۱۵۵ نور ټپیان شوی دی.
د القاعدې مشر ایمن الظواهری خپلو پلویانو ته په یو نوی پیغام کې د صلیبیانو په وړاندې د جګړې غوښتونکی شو.
د داعش ترهګریزې ډلې مشر ابوبکر البغدادی په خپل نوی پیغام کې چې په دې وروستیو کې خپور کړی، له خپلو پلویانو غوښتی ترڅو د ټاکل شویو اهدافو په وړاندې خپلو بریدونو ته دوام ورکړی.
دځمکې په ۷ کیلومټرۍ ژوروالۍ کې د ۶،۳ درجې ریښتر زلزلې د اندونیزیا ځینې برخې ولړزولې.
د ملګرو ملتونو پخوانی عمومی منشی کوفی عنان د ۸۰ کلونو په عمر مړ شو.
د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د پاکستان د نوی لومړی وزیر په توګه وټاکل شو.
یمنی ځواکونو نن شنبه ورځ سهار اعلان کړی چې د عربستان په جنوب کې د نجران په ښار کې د سعودی عربستان یوه نوې پوځۍ اډه د توغندیز برید موخه ګرځول شوې ده.
د ملګرو ملتونو سازمان په یو راپور کې اعلان کړی، که څه هم داعش په عراق کې هیڅ سیمه تر کنټرول لاندې نه لری او له دوی سره د بهرنیانو د یوځای کېدو بهیر هم درول شوی خو د یادې ډلې ۲۰ څخه تر ۳۰ زره جنیګالی په عراق او سوریه کې حضور لری.
د دویچه وله راپور له مخې، د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو صندوق تایید کړی چې لسګونه ماشومان په همدې اونۍ کې په یمن کې پر یو بس باندې د عربستان تر امر لاندې د هوایی ځواکونو د برید له امله ووژل شول.
په یمن کې د زده کوونکو پر موټر باندې د سعودی عربستان یوې جګړه ایزې الوتکې د وروستی برید په دوام، ګاردین لیکلی چې سعودی عربستان او اسراییل د انګلیسی وسلو په واسطه ملکی وګړی موخه ګرځوی.
د ملگرو ملتونو په سازمان کې د انګلیس استازی دغې پوښتنې په ځواب چې آیا د امنیت شورا پرېکړه کړې چې څوک باید دا څېړنه ترسره کړی؟څرګند کړ: شورا د څېړنې لپاره امر کړی، اوس مهال موږ د ملګرو ملتونو سازمان له دارلانشا سره د مشورې په حال کې یو چې کومه تګلاره د څېړنې لپاره مناسبه ده.
د امریکا پوځ مرکزی قوماندان جنرال جوزف ووتل وایی چې اېران د تنګه هرمز په سیمه کې د ماینونو د ځای پرځای کولو توان لری.
څو ساعت له هغه وروسته چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند عمران خان یې ددغه هېواد د لومړی وزیر څوکۍ لپاره نوماند کړ، د ملی حساب ورکونې ادارې دی یې له دولتی چورلکو څخه په ګټې اخیستنې تورن کړ.
د اسامه بن لادن کورنۍ له ګاردین ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلی چې د القاعدی پخوانی مشر زوی حمزه بن لادن د محمد عطا د لور سره چې د سپټمبر یولسمې نېټې بریدونه یې طرح کړی، واده کړې ده.
په عربستان کې د نیول شویو مدنی فعالینو د خوشی کېدو لپاره د کاناډا دولت غوښتنې په دوام، ریاض له اتاوا څخه خپل سفیر را وبلل او د کاناډا سفیر ته هم ۲۴ ساعته وخت ورکړ ترڅو د عربستان خواره خوشی کړی.
د اندونیزیا امنیتی ځواکونه او مرسته رسوونکی ډلې وایی چې ددغه هېواد په لوبوک ټاپوه کې د یوې زورورې زلزلې له امله ۸۲ تنه ووژل شول.