سرویس نړیوال

د ابوبکر البغدادی زوی په سوریه کې وژل شوینړیوال

داعش ډلې ته منسوب د اعماق په نوم یوې ویپاڼې د هغه د وژل کېدو خبر تایید کړی او په یوه اعلامیه کې یې ویلی چې نوموړی د حمص ښار الحراریه “النصیریه” سیمه کې له نښتې وروسته ځانته چاودنه ورکړې ده.

سوریه کې د بې ځایه شویو شمېر ۱۹۸ زرو ته رسېدلینړیوال

د سوریې د بشری حقونو شبکې په دې وروستیو کې د یو راپور په خپرولو سره ویلی چې د یاد هېواد په جنوب کې د بشار اسد رژیم او ددوی ملاتړ کوونکو د هوایی بریدونو په پایله کې د بې ځایه شویو کسانو شمېر ۱۹۸ زرو ته رسېدلی دی.

لیبیا کې ۱۰۰ تنه په اوبو کې لا درکه شوینړیوال

لیبیایی چارواکو اعلان کړی چې د یاد هېواد په سیمندریزو سیندونو کې د ناقانونه کډوالو د یوې بېړۍ د ډوبېدو له امله، لږترلږه ۱۰۰ تنه لا درکه شوی او ۳ ماشومان وژل شوی دی.

سوریه کې د هوایی بریدونو په پایله کې ۴۶ تنه وژل شوینړیوال

د سوریې د بشری حقونو څار ډلې چې مرکز یې په بریټانیا کې دی اعلان کړی چې له تېرې ورځې راهیسې د وسله والو ترهګرو تر کنټرول لاندې سیمو کې په درعا ایالت کې د بشار اسد حکومت د ځواکونو په هوایی بریدونو کې ۴۶ تنه وژل شوی دی.

جاپان کې د زلزلې له امله ګڼ شمېر مالی او ځانی زیانونه رامنځته شوینړیوال

د رویټرز د خبر له مخې په ځایی وخت نن سهار اته بجې د جاپان په اوساکا ښار کې شدیده زلزله شوې ده. په دې پېښه کې تر ۲۰۰ ډېر کسان ټپیان دی او څلور وژل شوی دی. ددې تر څنګ په دغه ښار کې لسګونه ودانۍ زیانمنې شوې دی. سرچینه زیاتوی چې دمګړی د ۱۷۰ زره کورونو برېښنا پرې شوې ده.