سرویس لید لوری او مقاله

په افغانستان کې د «هیلی» نوی ماموریتتیتر یک

نیکی هیلی یوازې یوه ورځ له هغه وروسته چې د ملګرو ملتونو په سازمان کې د امریکا استازی په توګه له خپلې دندې استعفا ورکړه، رسنیو ته وویل چې په نېږدې راتلونکې کې افغانستان ته راځی ترڅو د یوتن جهادی مشر د سلاکارې په توګه فعالیت وکړی. داسې ګنګوسې شتون لری چې دی د حزب اسلامی مشر ګلبدین حکمتیار ترڅنګ فعالیت کوی.

له ښځو سره کرکه څه لامل لری؟/شرف الدین عظیمیلید لوری او مقاله

له ښځو څخه کرکه (Misogyny) یوه ټولنیزه ستونزه ده، او دا هغه حالت دی چې په هغې کې له ښځو سره تبعیض او یا هم کرکه کېږی او یا هم د باور وړ نه بلل کېږی. دا ستونزه له ښځو سره د تاوتریخوالی په بحث پورې هم اړه لری. آدرین سسیل ریچ چې یوه مشهوره امریکایی شاعره، منتقده او فمینیسته وه او په عین حال کې د څو امریکایی پوهنتونونو استاده هم وه وایی: «له ښځو څخه کرکه هغه منظم او له تاوتریخوالی څخه ډک عمل او دښمنی ده چې اوس بنسټیزه شوې او عادی شوې هم ده». اروایی شنونکی په دې عقیده دی چې له ښځې څخه کرکه او انزجار د ماشومتوب څخه سرچینه اخلی،هغه هم له مور څخه د ماشوم لومړنی خشمونه چې هغه هم په دې دلیل چې د ماشوم روزنه د ښځې دنده بلل شوې. په دې اړه مشهوره امریکایی اروا شنونکې(روانکاوه)، ټولنپوهه او فمینیسته چودروف وایی چې که غواړو دا ستونزه حل کړو، نو د اولاد په روزنه کې باید د نارینه او ښځینه مشارکت او ګډون وشی.

ونې او د هغې ګټېلید لوری او مقاله

ونې او نباتات د اکسیجن په چمتو کولو کی مهم رول لری. ونې سوځل سوی ګاز(کاربن اکاسیډ) ځان ته کشوی او په بدل کی یې د انسان لپاره تازه نااستعمال سوی ګاز(اکسیجن) چمتو کوی. همدارنګه ونې د هوا په صفا کولو کی جوت نقش لری.

په افغانستان کې ولی جګړه ده؟لید لوری او مقاله

په دې مقاله کې پر دې بحث شوی چی په افغانستان کې ولی جنګ دی، او کله به ختم شی، ایا د افغانستان جغرافیوې موقعیت زموږ بدبختی که نیکمرغی ده، د افغانستان اوسنۍ بحران په څّه کې دی، د پاکستان دوه مخی سیاست، او په ۲۰۱۴ م کال کې په افغانستان کې څنګه نړۍوال سیاست تغیر وکړی د افغانستان په بهرنی سیاست کې څه ستونځی او مشکلات شته؟ دا یوه تحلیلی او څېړنیزه مقاله ده، چی دکتابخانئ روش پراساس باندی لیکل شوی. ټول معلوماتواوارقام یې د خارجی او داخلی کتابونو او ورځپاڼوڅخه راټول شوی او په ضمن کې د هغه تیوریانو څخه استفاده شوی چی پر نړۍوالو اړیکواو بین المللی سیاست باندی حاکمی دی.

تاپی د هېواد د اقتصادی ډیپلوماسی یوه ستره بریاګڼل کېږیلید لوری او مقاله

مشهور لویدیځوال اقتصاد پوه فریدریک سټار وایی، هر هغه هیواد چې وکولی شی، د انرژی د لیږد مسیر کنترول کړی، په حقیقت کې د نړۍ د یوې پراخې سیمې سرنوشت په لاس کې لری. له دې څخه جوتیږی، چې د نړۍ په سیاسی جغرافیه کې چې څومره د انرژۍ د تولید هیوادونه مهم دی، په هماغه اندازه د انرژۍ د ترانزیټ مسیرونه مهم دی.

تاپی او طالبانلید لوری او مقاله

د حوت په څلورمه نیټه د ټاپی پروژې د کار پرانیستنې ټول افغانان خوشحاله کړل او دغه خوشحالی هغه وخت لا زیاته شوه چې طالبانو هم د هغې ملاتړ وکړ.

د بېلوالی لپاره جعلی آدرسونه/ نوید احمد څرکلید لوری او مقاله

له هغې ورځې چې ټولنیزو رسنیو کې د افغانانو فعالیت زیات شوی، له همغې ورځې د سیمې او نړۍ استخبارات کار کوی چې څنګه کیدای شی افغان ورونه قومونه یو د بل پروړاندې راوپاروی او د یو بل په سپکاوی سره یې د یو بل دښمنان کړی.

له سعودی عربستان سره اړیکې د افغانستان لپاره کوم ارزښت لری؟لید لوری او مقاله

د افغانستان د ملی امنیت سلاکار تیره ورځ سعودی عربستان ته د نوموړی هېواد د ولیعهد شهزاده بن سلمان په رسمې بلنه سفر وکړ. ښاغلی اتمر به هلته له سعودی عربستان سره د افغانستان د اړیکو په پراخوالی او همدارنګه له افغانستان سره د سعودی عربستان په مختلفو برخو کې په مرستو او همکاریو خبری اترې وکړی ، دا چې سعودی په کومو برخو کې د افغانستان لپاره ډیر اړین او مهم دی غواړم دلته پری لږ بحث وکړم .

د غوسې د کنټرول لپاره باید څه وکړو؟لید لوری او مقاله

غوسه یو احساس، طبیعی تجربه او حتا د انسان د روغ اوسېدلو نښه ده، خو کله چې له کنټرول څخه وځی، نو په یوه ورانونکی لامل بدلېږی، په کار او ټولنیزو اړیکو کې ستونزه را منځته کوی او په ټولیزه توګه د ژوند په څرنګوالی باندې اغېزه کوی، نو مهمه ده، چې له هغې سره سم چلند ولرو. آیا د خپلې غوسې د کنټرول له پاره چمتووالی لرئ؟ دلته د غوسې د کنټرول له پاره، له تاسو سره لس تګلارې شریکوو.

د چا بهار بندر د پرانستلو په مراسموکې د پاکستان د بندرونو وزیر حضور د هند لپاره څه پیغام درلود؟لید لوری او مقاله

د پاکستان اکسپرس په نامه اردو ژبې ورځپانې د دوشنبه په ورځ په خپله پاڼه ، د یو ځانګړی راپور په خپرولو سره د چابهار د لومړی برخې د ګټې اخستنې په اړه لیکلی : په دې برخه کې د بندرونو وزیر حضور ، روښانه پیغام لرل.

سلګونه افغانان د عربستان څخه د ملاتړ په موخه د یمن په جګړه کې حضور لریلید لوری او مقاله

امنیتی سرچېنې راپور ورکوی چې زرګونه افغانان د سعودی عربستان څخه د ملاتړ په موخه د نیابتی جګړې په خاطر یمن ته لېژل شوی دی. خو د سعودی عربستان څخه د افغانستان ملاتړ له امله دغه موضوع رسنیز شوې نده.

آریانا سعید ولی دومره شتمنۍ لری؟لید لوری او مقاله

مساله دا نده چې آریانا سعید کنسرت ورکوی یا نه ورکوی ، بلکه موضوع داده چې سعید د خپلې کنسرت ګټې بېوزله خلکو ته ورکوی که نه .