سرویس فرهنګ او ټولنه

د کونړ دینی عالمانو له لورې د وروستیو بریدونو غندلفرهنګ او ټولنه

په کونړ کې دینی عالمانو، قومی مشرانو، مدنی فعالانو او دولتی چارواکو د هېواد په مرکز کابل، جلال اباد او نورو سیمو کې د ځانمرګو او نورو بریدونو کې د وژل شویو کسانو فاتحه واخیستله او دغه بریدونه یې وغندل.

د افغانستان په ځینو سیموکې د سختې واورې په اړه خبرداری!تیتر دو

د افغانستان د طبیعی پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست وایی، د احتمالی طبیعی پېښو د خطراتو د مخنیوی په هدف‌یې له وړاندې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې خلکو ته خبرداری ورکړی دی چې په خطرناکو سیمو کې ونه‌ګرځی او یا د واورې او بارانونو د ورښت پر مهال له کورونو ونه‌وځی.

د کابل د انترکانټینینټل هوټل د یوبرید کوونکی پلار: د ده زوی ته په پاکستان کې د انتحاری حملې روزنه ورکړای شوې وه.فرهنګ او ټولنه

عبدالقهار، چې د کندهار اوسېدونکی دی او زوی یې د انترکانتینینټل د تېرې اوونۍ د شنبې – یکشنبې په تروریستی برید کې برخه لرله، وایی «زوی مې یونیم کال بې درکه و، یوه ورځ یې ټېلفون راغی، راته ویې ویل چې د پاکستان د بلوچستان ایالت د چمن په یوه غره کې مدرسه وایم.»

نن په افغانستان کې ملی ماتم اعلان شوی دیتیتر دو

د افغانستان جمهوری ریاست په کابل او یوشمېر ولایتونو کې د وروستیو ترهګریزو بریدونو قربانیانو ته د درناوی په خاطر د حکم په صادرولو سره نن یکشنبه ملی ماتم اعلان کړ.

په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کلونو کې نېږدې ۶۰ تنه افغان کډوال د امریکا څخه ایستل شوی دیتیتر دو

یوې غیر دولتی ادارې چې د امریکا څخه د ایستل شویو کډوالو شمېر ثبت کوی ویلی چې په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کلونو کې نېږدې ۶۲ تنه افغان کډوال د امریکا څخه ایستل شوی دی. یاده اداره وایی، د امریکا څخه د کډوالو د ایستلو بهیر زیاتوالی موندلی دی.

امریکا لسګونه افغان کډوال بهر کړیتیتر دو

د افغانستان د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزرات وایی په امریکا کې د دونالد ټرمپ له واکمنیدلو وروسته، د ناقانونه افغان کډوالو د شړلو لړۍ پیل شوې ده.