سرویس فرهنګ او ټولنه

کندهار کې د رایه اچونې بهیر پیل شوتیتر یک

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایی، په کندهار ولایت کې د شنبې په ګهیځ رایه اچونه پیل شوه. له تېرې ورځې راهیسې په دې ولایت کې ټینګ امنیتی تدبیرونه نیول شوی او د ګاډو تګ راتګ ته اجازه نه ورکول کېږی. په پام کې ده چې نن په ۱۷۰ مرکزونو کې رایې واچول شی.

د خلکو له رایو څخه د ساتنې په موخه د ټاکنو کمیسیون مشر ډاډفرهنګ او ټولنه

د اطلس خبری سرچینې د راپور له مخې، د افغانستان د ټاکنو کمیسیون مشر عبدالبدیع صیاد نن دوشنبه په کابل کې په یوه خبری ناسته کې وویل:خلکو ته ډاډ ورکوو ، لکه څرنګه چې پر کمیسیون باور وکړ او د رایو صندوقونو ته لاړل، په همدې ډول موږ به ددوی له رایو څخه ساتنه وکړو او نه پرېږدو ددوی رایه بې ځایه شی.

د جنرال عبدالرازق ورور د کندهار د پولیسو نوی قوماندان وټاکل شوفرهنګ او ټولنه

د اطلس خبری سرچینې د راپور له مخې، د کندهار د پخوانی امنیه قومندان جنرال عبدالرازق له وژل کیدو وروسته نن د کورنیو چارو وزارت د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ سرپرستی د جنرال رازق کشر ورور تادین‌خان اڅکزی ته وسپارله.

د فراه ولایت سیمه ییز چارواکی د یاد ولایت په ولسوالیو کې د رای ورکونې یوازې ۱۰ مرکزونو له فعالیت څخه خبر ورکویفرهنګ او ټولنه

د اطلس خبری سرچینې د راپور له مخې، د فراه سیمه ییزو چارواکو اعلان کړی چې د یاد ولایت په ۱۰ ولسوالیو کې د رای ورکوونې یوازې لس مرکزونه د ټاکنو د ترسره کېدو په ورځ فعال ول.

۶۰ تنه په ټاکنو کې د لاسوهنې په تور ونیول شولتیتر یک

د اطلس خبری سرچینې د راپور له مخې، د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د پارلمانی ټاکنو د رای ورکونې بهیر له پیل راهیسې د دولتی کارکوونکو په ګډون ۶۰ کسان په ټاکنو کې د لاسوهنې په تور نیول شوی دی.

صیاد: د رای ورکونې ۸ سلنه مرکزونه تړلی ووفرهنګ او ټولنه

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشر اعلان وکړ چې په ټول هېواد کې د رای ورکونې څه باندې ۹۲ سلنه مرکزونه د هېوادوالو پرمخ خلاص ول او یوازې ۸ سلنه نور مرکزونه د تخنیکی ستونزو له امله تړلی ول.