سرویس فرهنګ او ټولنه

د ملی جنبش ګوند ویاند: اعتراضونه به ترهغه وخته دوام ومومی چې حکومت د اعتراض کوونکو غوښتې ته ځواب نه وی ورکړیفرهنګ او ټولنه

د ملی جنبش ګوند زرګونه پلویانو نن یکشنبه (چنګاښ۱۷) په څو ولایتونو کې لاریون وکړ او هېواد ته د عبدالرشید دوستم د راتګ او دغه راز د حکومت له بند څخه د نظام الدین قیصاری د خوشی کېدو غوښتونکی شول.

د هېواد ۳۳ ولایتونو د ټاکنیزو نوماندانو لومړنی نوملړ د ټاکنو کمیسیون له خوا اعلان شوفرهنګ او ټولنه

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د هېواد ۳۳ ولایتونو د پارلمانی ټاکنو د نوماندانو لومړنی نوملړ اعلان وکړ. نېږدې ۳ زره نوماندانو له ډلې څخه، د ۲۴ مېرمنو په ګډون ۱۴۱ تنه له یاد نوملړ څخه ایستل شوی دی.

فاریاب ولایت کې د اعتراضونو له امله یوتن وژل شوی او څو تنه نور ټپیان دیتیتر دو

په فاریاب ولایت کې پر لاریون کوونکو باندې د امنیتی ځواکونو د ډزو په دوام چې له امله یې یوتن وژل شوی او ۹ تنه نور ټپیان شوی، اعتراض کوونکو د ولایت ودانۍ ته دننه شوی او د ولایت ودانۍ ځینې برخې یې سوځولی دی.