سرویس فرهنګ او ټولنه

په ۲۰۱۷ کال کې د افغانستان ملی عواید لوړ شویتیتر دو

په داسې حال کې چې افغانستان په ۲۰۱۶ کال کې ۱۶۵ میلیارد افغانۍ عواید درلودل، خو د مالیې وزارت چارواکی وایی، په ۲۰۱۷ کال کې د عوایدو دغه کچه نږدې ۱۷۰ میلیارد افغانیو ته لوړه شوې ده.

د صرافاتو ټولنه : د امنیت نشتون په صورت کې ، خپلې پانګې له افغانستان څخه بهر کوو.فرهنګ او ټولنه

د صرافاتو ټولنې غړو نن په ټول افغانستان کې د امنیتی ګواښونو زیاتوالی له امله د اعتراض په ډول خپل صرافی تړلی او خبرداری یې ورکړی که حکومت د صرافانو امنیت ټینګ نه کړی ، دوی خپلې پانګې له افغانستان څخه بهر کوی.

د تبیانو پر فرهنګی مرکز باندې د خونړی برید غندلو په اړه د اطلس خبری سرچېنې مشر د ډاډګېړنې پیغامتیتر دو

د تبیانو پر فرهنګی مرکز باندې دداعش ترهګریزې ډلې خونړی برید وروسته چې د ګن شمېر کسانو د مرګ ژوبلې لامل شوی ، د اطلس خبری سرچېنې مشر سید احمد موسوی مبلغ ددغه ترهګریز برید د غندلو ترڅنګ ویلی چې دداعش ترهګریزه ډله هوډ لری په افغانستان کې د داډول بریدونو په ترسره کولو سره په سوریه او عراق کې د خپلې ماتی غچ واخلی.

همایون محتاط : د افغان او قومیت کلیمو په زیاتوالی سره د برېښنایی پېژندپاڼو د وېش بهیر په نېژدې راتلونکې کې پیل کېژی.تیتر دو

د افغانستان د نفوسو د ثبت ادارې مشر همایون محتاط اعلان کړی چې د ولسی جرګې او مشرانو جرګې ګډ کمیسیون د نفوسو د ثبت قانون د ځینو موادو د تعدیل په اړه د ولسمشر تقنینی فرمان تایید کړی او د ملیت او قومیت کلیمې به په دغه پېژندپاڼه کې ور زیات شی.

د کندهار څخه تر غزنی پورې د سړک د جوړولو هوکړه لاسلیک شوهتیتر دو

د غزنی څخه تر کندهاره پورې د سړک د جوړولو هوکړه ، د مالیې وزیر اکلیل حکیمی او د آسیا پراختیایی بانک د سرپرست ترمنځ د ملی یووالی حکومت مشرانو په حضور سره لاسلیک شوه. د کابل – هرات لویه لاره په هېواد کې د ګڼې ګوڼې ډکو سړکونو څخه دی چې د نه ساتنې له امله ډېر ویجاړ شوی دی.

ولسمشری ماڼۍ باید د ارګ ځانګړو ساتونکو د امنیتی مسولینو اصلاح په اړه اقدام وکړی.تیتر دو

د لوړو زده کړو په وزارت کې د معلوماتی تکنالوژی د پروژو دویم نندارتون په اړه په یو خبری کنفرانس کې د خبریالانو سره د ارګ ساتونکو د چلند وروسته ، د نی دفتر د ولسمشری ماڼۍ څخه غوښتی ترڅو د ولیسمشری ماڼۍ د ځانګړو امنیتی مسولینو د اصلاح په برخه کې اقدام ترسره کړی.