سرویس فرهنګ او ټولنه

لسگونه کسانو په کندز ولایت کې له وروستی نوملړ څخه د یوتن پارلمانی نوماند د ایستلو غوښتونکی شولتیتر دو

د کندز ولایت ځینو اوسېدونکو په یاد ولایت کې د یوې اعتراضی غونډې پرمهال ادعا کړې چې د یاد ولایت یوتن استازی د ځمکې په غصب او د غیر مسوولو وسله والو سره لاس لری او باید د نوماندانو د نوملړ څخه وویستل شی.

جمعه خان همدرد هرات ته راځی!فرهنګ او ټولنه

اشرف غنی د مالیې وزارت د تصدۍ پرمهال کله چې هرات ته راغلی وو، په علنی ډول د خبریالانو په حضور سره هراتی وګړو ته خبرداری ورکړ او وویل چې: زه داسې نه پرېږدم، داخلک باید پوه شی چې حکومتدارۍ یعنی څه!

د رڼوالی بنسټ: په فساد او قانونی سرغړونې تورن کسان باید د پارلمانی نوماندانو له وروستی نوملړ څخه حذف شیتیتر یک

د افغانستان رڼوالی بنسټ وایی چې د کاری تګلارو د شتون او د بېلابېلو غونډو د ترسره کېدو سربېره، ځانګړی کمیسیون تردې دمه د هغو کسانو نوملړ چمتو کولو په برخه کې چې د پارلمانی نوماندانو له وروستی نوملړ څخه باید حذف شی، اقدام نه دی کړی.

سیګار ویلی لویې څارنوالۍ د فساد په ډېریو پېښو کې کمزور عمل کړیتیتر دو

د امریکا عدلیې وزارت سیګار ته ویلی چې د فساد ضد مبارزه کې لا هم په افغانستان کې سیاسی اراده نشته ده او ددغه هېواد لویې څارنوالۍ د فساد په سترو قضیو کې کمزوری چلند کړی دی. سیګار پخپل یوه راپور کې وایی، مرستندویه هېوادونه پر دې باور دی، چې افغان حکومت د فساد پر وړاندې مبارزه کې کمزوری، ناقص او غیر قانونی چلند کوی. دغه اداره په ځانګړې توګه پر لوی څارنوال نیوکه کوی، چې د فساد د لویو قضیو په څېړلو کې پاتې راغلی دی. په راپور کې وړاندې راځی، چې تر سلو ډېر زورواکی مفسیدین د کورنیو چارو وزارت د علاقې نه موجودیت او د لویې څارنوالۍ د کمزوری چلند له امله لا هم نه دی نیول شوی او حساب کتاب نه دی ورسره شوی. سیګار دا تور هم پورې کوی، چې د اداری فساد ضد عدلی او قضایی مرکز او همدا راز د لویې څارنوالۍ د درنو جرمونو پر ضد د مبارزې اداره کې هم فساد موجود دی.

ټاکل شوې سبا چهارشنبه د کانکور پایلې اعلان شیتیتر دو

د هېواد د لوړو زده کړو وزارت چارواکی وایی چې ټاکل شوې، سبا ته د ۱۳۹۷ کال د سراسری ازموینو پایلې اعلان شی. د یاد وزارت ویاند ضیا ساحل وایی، دوی هڅه کوی سبا ته د کانکور ازموینو نتایج اعلان کړی. دا په داسې حال کې ده، چې د ۱۳۹۷کال په کانکور ازموینه کې ۲۰۰ زرو کسانو خپل نومونه ثبت کړی وو، چې له ډلې به یې ۱۱۶ زره او ۴۳۲ کسان دولتی او خصوصی پوهنتونو ته جذب شی.

په افغانستان کې د ماشومانو ودونه لس سلنه کموالی موندلیتیتر دو

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق “یونیسف” په یوه تازه رپوټ کې ویلی، په تېرو پنځو کلونو کې افغانستان کې د ماشومتوب ودونه په سلو کې لس راکم شوی. په دې نظرپوښتنه کې ۴۲ سلنه کورنیو ویلی، لږترلږه د کورنۍ یوه غړی یې تر ۱۸ کلونو ټیټ عمر کې واده کړی.