سرویس سیاست

حکمتیار: اوسنی پارلمان د افغانانو لپاره د شرم ځای دیتیتر دو

د حزب اسلامی مشر ګلبدین حکمتیار په جلال اباد ښارکې دخپلو پلویانو په منځ کې د هیواد اوسنی پارلمان څخه د نیوکې ترڅنګ وویل چې دغه پارلمان د افغانانو لپاره د شرم ځای دی. دی د خلکو څخه وغوښتل ترڅو یوځل بیا د پارلمان اوسنیو استازو ته رایه ورنه کړی.

آمریکا، انګلستان، عربستان او پاکستان څرنګه په افغانستان کې د بنسټیزو برخو بنسټ کېښود؟تیتر دو

کلونه پخوا کله چې پخوانی شوروی په خپل پیاوړی پوځ سره پر افغانستان برید وکړ، د پردې ترشا ځینو کړیو د آمریکا، عربستان، مصر، انګلستان او لسګونه عربو هېوادونو په ملاتړ سلګونه زره جنګیالی افغانستان ته ولېږل چې د سخت دریځۍ بنسټ کېښود.

دوستم: ناامنۍ لامل شوی ترڅو خبریالان خپل راپورونه په بشپړ ډول خپور نه کړیتیتر دو

دولسمشر لومړی مرستیال جنرال دوستم چې اوس مهال په ترکیه کې دی د خبریالانو ورځې په مناسبت په یو پیغام کې ویلی چې د ناامنیو شتون لامل شوی ترڅو ډېری خبریالان په بشپړ ډول خپر راپورونه خپور نه کړی، ځکه ډاډمن نه دی چې د راپور له خپرېدو وروسته د ګواښ سره مخ نه شی.

طالب ډلې ته د افغانستان ځینو برخو سپارلو په اړه د یادې ډلې مخالفتتیتر یک

طالب ډلې په یوه ویناپاڼه اعلان کړی چې دغې ډلې ته د افغانستان حکومت له لورې د ځینو سیمو سپارل نه منی او همداراز بهرنی ځواکونه هم ددغه هېواد په ځینو برخوکې د واک په رامنځته کولو سره د افغانستان تجزیې په موخه هڅه کوی.

امریکایی چارواکی: پاکستان د طالبانو او حقانی شبکې په وړاندې اقدام ترسره کولو ته لیواله نه دیتیتر یک

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوتن چارواکی ویلی چې پاکستان د طالبانو او حقانی شبکې په وړاندې د اقدام ترسره کولو ته کومه لېوالتیا نه لری او همدا لامل شوی چې په افغانستان کې دامریکا ترټولو اوږده جګړه همداشان دوام ولری.

د پاکستان ملی امنیت سلاکار نن کابل ته راغیتیتر دو

د پاکستان د ملی امنیت سلاکار ناصرخان جنجوعه نن /شنبه/ کابل ته راغی چې د افغانستان د ملی امنیت له سلاکار حنیف اتمر سره د دوو هیوادونو پر اړیکو او د سولې پر بهیر خبرې وکړی.

اسماعیل خان ویلی د ملی یووالی حکومت مشران باید استعفا ورکړیسیاست

پخوانی جهادی قوماندان محمد اسماعیل خان نن په هرات کې د کب ۲۴ مې نېټې پاڅون ۳۹ کلیزې په مناسبت مراسمو کې خبرې کولې د ملی یووالی حکومت له مشرانو یې وغوښتل استعفا ورکړی او د رڼو ټاکنو ترسره کولو پورې دې موقت حکومت جوړ کړی.

ترامپ: امریکایی پوځیانو ته مې اجازه ورکړې ترڅو د طالبانو په وړاندې دخپل ټول توان څخه کار واخلیتیتر یک

د امریکا ولسمشر دونالد ترامپ په افغانستان کې د ترهګریزو ډلو ماتی په اړه د خوشحالی ترڅنګ ویلی چې په افغانستان کې ددغه هېواد پوځی قوماندانو ته مې ازجازه ورکړې ترڅو د طالبانو په وړاندې د خپل ټول توان څخه ګټه واخلی.

قانونی: طالبانو ته د ځینو ولایتونو د سپارلو طرحه د افغانستان تجزیې لپاره یوه دسیسه دهتیتر دو

د افغانستان پخوانی ولسمشر مرستیال یونس قانونی د ملی یووالی له حکومت څخه د نیوکې ترڅنګ ویلی چې طالب په څېر ډلو ته د افغانستان خاورې ېوې برخې د سپارلو طرحه د افغانستان تجزیې لپاره یوه دسیسه ده.