سرویس سیاست

اتمر: ولسمشر غنی باید تر ټاکنو مخکې څوکۍ پرېږدیتیتر دو

د افغانستان د ولسمشرۍ کاندید او د ولسمشر اشرف غنی د ملی امنیت پخوانی سلاکار محمد حنیف اتمر تور لګوی چې ولسمشر غنی د سولې په پروسه کې د زیاتو خلکو د ګډون د مخنیوی له لارې دا بهیر زیانمنوی.

د طالبانو او امریکا غونډې په اړه تازه جزییاتتیتر یک

د افغانستان د قضیې سیاسی حل په موخه د قطر پلازمینې دوحه کې د طالبانو او امریکایی لوری ترمنځ پنځمه ناسته نن په درېیمه ورځ هم روانه ده او طالبانو د ځینو پرمختګونو خبر ورکړی دی.

کابلوف: د طالبانو پر وړاندې د بندېزونو د بشپړ لغو کولو موضوع مطرح ندهتیتر دو

د افغانستان په چارو کې د روسیې استازی ضمیر کابلوف د طالبانو غورځنګ بندېزونو د لغو کېدو په تړاو وویل: روسیه او امریکا چمتو دی ترڅو د افغانستان د سولې له بهیر څخه د ملاتړ په موخه طالبانو لپاره د تګ راتګ زمینه چې د امنیت شورا د بندېزونو نوملړته ور زیات شوی، برابره کړی خو د طالبانو پر وړاندې د بندېزونو د بشپړ لغو کولوموضوع مطرح نده.