سرویس سیاست

د ټاکنو کمیسیون: د ولسی جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو د نوماندانو ابتدایی نوملړ به ډېر ژر اعلان شیسیاست

د اعلان شوی مهالویس پراساس ټاکل شوې وه د پنجشنبې په ورځ دغه لیست اعلان شی، خو کمېسیون وایی، چې د کاندیدانو اسناد د تخنیکی ټیم له لوری ارزول کیږی او تر ارزونې وروسته به ابتدایی لیست اعلان شی.

ولسمشر غنی د طالبانو له خوا درې ورځنی اوربند وستایلتیتر دو

ولسمشر غنی د عالمانو او سولې شورا ګډې غونډې ته په خبرو کې وویل ، د وسله والو طالبانو دا جرأت چې په روژه کې یې درې ورځنی اوربند اعلان کړ د ستایلو وړ دی، ځکه د ده په خبره د دوی لپاره دا ډول پرېکړه اسانه کار نه دی.

ملګری ملتونه: د طالبانو له خوا د اوربند نه غځېدل خواشینی کوونکی دیتیتر دو

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د سې شنبې په ورځ په نیویارک کې د افغانستان په اړه غونډه په‎دې هېواد کې د ولسی خلکو د مرګ ژوبلې له موضوع پیل کړه او وروسته یې په کوچنی اختر کې د درې ورځنی مؤقت اوربند، د سولې او سیمه‎ییزو همکاریو، په‎دې برخه کې پر شته فرصتونو او په افغانستان کې پر راتلونکو انتخاباتو خبرې وکړې.

ټاکل شوې پاکستان او امریکا راتلونکې اونۍ سره خبرې وکړیتیتر دو

پاکستانی رسنیو راپور ورکړی چې ټاکل شوې د مرکزی او جنوبی آسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مرستیاله آلیس ویلز د خبرواترو او په افغانستان کې د دایمی سولې شونتیا د څېړنې په موخه راتلونکې اونۍ اسلام اباد ته ولاړه شی.