سرویس سیاست

د قیصاری د خوشی کېدو په تړاو حکومت ته د دوستم خبرداریتیتر دو

د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم له ترکیې څخه په یوه پیغام کې له ولسمشر غنی غوښتی، چې په فاریاب کې دده استازی قومندان نظام الدین قیصاری راخوشې کړی، کنه دغه چاره به حکومت ته په فاریاب ولایت کې ډیرې ستونزې وزیږوی.

ولسمشر غنی جلال اباد ته ولاړتیتر دو

ولسمشر محمد اشرف غنی د ننګرهار ولایت د مسولینو په حضور سره د ختیځ زون د زر بستریز روغتیایی کمپلکس د بنسټ ډبره کېښوده.

د محقق څرګندونو په اړه د ارګ غبرګونتیتر دو

ارګ پر جاغوری او مالستان ولسوالیو باندې د برید لپاره له طالبانو سره د دولتی استخباراتو د مرستې په تړاو د اجراییه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق څرګندونو په غبرګون ویلی چې دا ډول خبرې بې اساس او له واقعیت نه لیری دی.

د پټو معلوماتو د بدلولو په اړه له پاکستان سره د افغان چارواکو ټینګارتیتر دو

د پاکستان او افغانستان چارواکو تېره ورځ په اسلام اباد کې د دوه ورځنی ناستې له ترسره کولو وروسته، د یوې ګډې ویناپاڼې پرمهال د سولې خبرواترو د ښه والی په برخه کې د دوه اړخیزو تګلارو د بیاکتنې غوښتونکی شول.

عطا محمد نور هېواد ته راستون شوتیتر دو

د افغانستان جمعیت اسلامی ګوند اجرایی مشر عطا محمد نور له زیاتې مودې وروسته نن یکشنبه هېواد ته راستون شو.دی په بلخ ولایت کې دخپلو پلویانو له هرکلی سره مخامخ شو.

ولسمشر غنی له طالبانو سره د اوربند پای اعلان وکړتیتر یک

که څه هم د طالبانو د اوربند د پای ته رسیدو سره همهاله په ځینو ولایاتو کې د دولتی ځواکونو یو شمیر هوایی او ځمکنی عملیات ترسره شول،خو د ملی یووالی دحکومت مشر نن د خپل اوربند د پای اعلان وکړ او خپلو ځواکونو ته یې د تهاجمی عملیاتو رسمی اجازه ورکړه.

استرافور کامنټری: د افغانستان له ستونزو څخه د خلاصون په موخه د امریکا ستراتېژۍ ناکام بلل شوېتیتر دو

په هېواد کې سولې لپاره د طالبانو لېوالتیا او د افغانستان لپاره د امریکا ستراتېژی د بریا بللو په اړه د ځینو چارواکو د خوشبینو سربېره، یوې امریکایی ورځپاڼې لیکلی چې په افغانستان کې د تاوتریخوالی د پای په موخه کومه نښه نه لیدل کیږی او ښایی چې د افغانستان د جګړې له ستونزو څخه د خلاصون په موخه د امریکا ستراتېږۍ ناکام بلل شوې ده.