سرویس سیاست

د پیسو د ورکولو په بدل کې د جرګې څوکیو معامله!تیتر یک

د اطلس خبری سرچینې د راپور له مخې، د ولسی جرګې یوه غړی محمد موسی جناب د جرګې د دوشنبه ورځې په غونډه کې وویل چې د پارلمانی ټاکنو نوماندان او د ټاکنیزو کمیسیونونو اړوند کسان د کابل په سرای شهزاده کې راتلونکې پارلمان ته د ناقانونه لار موندنې پرسر په معامله بوخت دی.

امنیتی مسولینو او منسوبینو ته د ولسمشر له خوا مډالونه ورکړل شولسیاست

افغان ولسمشر محمد اشرف غنی د هېواد د امنیتی او دفاعی ځواکونو مسوولینو او یو شمېر منسوبینو ته د امنیت د تامین او ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د هغوی د ښې رهبرۍ او غوره خدمتونو د تقدیرولو په موخه عالی دولتی مډالونه، نښانونه، رتبې او نغدی مکافات ورکړل.

عبدالله: د ارزګان جګړه قومی جګړه ندهسیاست

د اطلس خبرِی سرچینې د راپور له مخې، د ملی یووالی حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وایی په ارزګان کې روانه جګړه قومی نه ده او زیاته یې کړه چې وسله والو طالبانو د وروستیو تاوتریخوالو پړه منلې ده.

طالبانو او پاکستان ته د ولسمشر غنی پیغامسیاست

افغان ولسمشر محمد اشرف غنی وایی له سیاسې اړخه د سولې زمینه برابره شوې ده، اسلامی نړۍ او سیمه سولې ته چمتو ده او پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې د افغانانو په مشری د سولې خبرو ته کښېنی.

د پارلمان استازی: اشرف غنی د ټاکنیزو تبلیغاتو په موخه ولایتونو ته سفر کوی!تیتر دو

د اطلس خبری سرچینې د راپور له مخې، سیاسی مخالفینو او د افغانستان سیاسی ګوندونو د افغانستان ولسمشر اشرف غنی ولایتی سفرونو زیاتوالی ته په اشارې سره هغه یې د افغانستان په راتلونکې ولسمشریزو ټاکنو کې د ملاتړ د ترلاسه کولو په موخه هڅې وبللې.

پکتیکا ولایت کې د ولسمشر غنی سفرتیتر دو

د اطلس خبری سرچینې د راپور له مخې، ولسمشر محمد اشرف غنی د یوه جګپوړی دولتی پلاوی په مشری نن شنبه سهار پکتیکا ولایت ته ولاړ.

سیګار: د افغانستان پوځ د روزنې په برخه کې د پنتاګون لګښت ښې پایلې نه دی ورکړیسیاست

د افغانستان د بیارغونې پر چارو د امریکا پلټونکې اداره یا سیګار وایی چې د افغانستان د ملی اردو او پولیسو د روزنې پر پروګرامونو د امریکا دفاع وزارت په سلګونه میلیونه ډالره لګولی، خو مؤثره نتیجه‌یې نه‌ده معلومه.

سرور دانش: د خبریالانو د خوندیتوب په موخه باید پر ترهګریزو ډلو فشار راوړل شیتیتر دو

د افغانستان د جمهوری ریاست دویم مرستیال محمدسرور دانش، د دې هیواد له نړیوالو همکارانو څخه غوښتی، چې پر خبریالانو باندې د تروریستی ډلو د بریدونو د مخنیوی لپاره دې، پر دغو ډلو او ملاتړو یې فشار راوړی.