سرویس سیاست

حکومت د جمعیت ګوند وړاندېزونه ونه منلتیتر دو

ځېنې سرچینې وایی، چې د جمعیت ګوند او د ملی یووالی حکومت ترمنځ خبرې کومې پایلې ته نه دی رسېدلی او د حکومت استازو د جمعیت ګوند وړاندېزونه نه دی منلی او خبرې د ستونزو سره مخ شوی دی.

حکومت: د عطا محمد نور لاسلیکونه نور د باور وړ نه دیتیتر دو

د ملی یووالی حکومت چارواکی وایی: د بلخ ولایت څخه هیڅ ډول مکتوب او وړاندیز چې د عطا محمد نور له لورې لاسلیک شوی وی، نه منظورېژی او د ښاغلی نور لاسلیک له دې وروسته د باور وړ نه دی او د بلخ ولایت هغو سیمه ایزو کارکونکو تنخواوې او امتیازونه چې د عطا محمد نور د لاسلیک په واسطه ترسره شوی وی، د حکومت له لورې نه پلی کېژی.

جنرال جوزف ووتل: امریکا په پاکستان کې هیڅ ډول یو اړخیز اقدام په پام کې نه لریتیتر دو

د امریکا پوځ د مرکزی ځواکونو قوماندان جنرال جوزف ووتل د جنرال قمر جاوید باجوا سره په تیلفونې اړیکه کې ویلی چې امریکا د پاکستان خاورې دننه هیڅ ډول یو اړخیز اقدام د ترسره کولو هوډ نه لری او د دواړو هېوادونو ترمنځ وروستی جنجالونه موقتی دی.

نیکلسون: په افغانستان کې د زیات شمېر سیمو د پوښښ لاندې راوستلو په موخه ځینې پروګرامونه پلی کېژی.تیتر یک

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قوماندان جنرال جان نیکلسون ویلی چې بهرنیو او افغان ځواکونو د هېواد په بېلابېلو سیموکې دداعش ډلې سره د مبارزې په موخه نوی تدبیرونه تر لاس لاندې نیولی او په افغانستان ې د زیات شمېر سیمو تر پوښښ لاندې راوستلو په موخه ځېنې پروګرامونه تر لاس لاندې لری چې د روان کال په ترڅ کې به پلی شی.

آصف مهمند په زندان محکوم شوسیاست

لوی سارنوالی منی چې د بلخ ولایتی شورا غړی آصف مهمند او د کابل ولایت د حج او اوقافو پخوانی مشر عبدالرحمن احمدزی د اداری فساد سره د مبارزې عدلی او قضایی مرکز د لومړنۍ محکمې له لورې په زندان محکوم شول.

د جرګې استازو ته د ولسمشر بې ساری خبرداریسیاست

ولسمشر اشرف غنی د ملی پولیسو اکاډمی د محصلینو فارغېدو په مراسمو کې وویل: له دې وروسته که د جرګې استازی دخپلو خپلوانو د ګمارنې په موخه وزارتونو ته مراجعه وکړی، د رسنیو په کچه به افشا شی.

امرالله صالح: طالبان هر کال د ۱۰۰ څخه تر ۱۵۰ میلیون ډالر په افغانستان کې مصرف کویتیتر دو

د افغانستان ملی امنیت پخوانی مشر امرالله صالح په تهران کې د یو کنفرانس په ترڅ کې وویل چې طالبان هر کال څه باندې ۱۰۰ یا ۱۵۰ میلیون ډالر په افغانستان کې لګوی چې ددغو پیسو یوه ستره برخه د پاکسان دولت مستقیمې مرستې دی.

عطا محمد نور: زما په وړاندې د پوځی لارې څخه ګټه پورته کول به د امنیتی ځواکونو د تجزیې لامل وشی.تیتر دو

د جمعیت ګوند اجرایی مشر عطا محمد نور ویلی، په هغه صورت کې چې حکومت دده لیری کولو په برخه کې د زور څخه کار واخلی، د افغانستان امینتی ځواکونه به تجزیه شی، ځکه ډېری دغه ځواکونه دده په وړاندې نه جنګېژی.

د محمد محقق یوتن نېژدې کس په ۳۶ میاشت بند محکوم شوسیاست

د اجرایی ریاست دویم مرستیال او محمد محقق یوتن نېژدې شخص مرتضی رحیمی په ۳۶ کال بند محکوم شوی دی. دی د وظیفوی صلاحیتونو څخه د ناوړه ګټې اخستنې په جرم د اداری فساد د درنو جرمنو سره د مبارزې مرکز له لورې محکوم شوی دی.

د سید حامد گیلانی په اړه د رحمت الله نبیل افشاګریتیتر دو

د ملی امنیت پخوانی مشر رحمت الله نبیل د سید حامد ګیلانی څرګندونو په غبرګون ویلی چې دی د حقانی شبکې یوتن مسول یې د اسلام اباد څخه کابل ته لېژلی او ده ته د انس حقانی سره د لیدنې زمینه برابره کړې ده.

غنی: اصلاحات سلقه ای نه بلکه د خلګو ګټې لپاره ترسره کېژیتیتر یک

ولسمشر اشرف غنی په کابل کې د ملی پولیسو اکاډمی محصلینو د فارغېدو په مراسمو کې وویل چې ثبات د قانون حاکمیت او د اساسی قانون د پلې کېدو له لارې رامنځته کېژی. دی وایی اصلاحات سلیقه ای نه بلکه د افغانستان خلکو ملی ګټو لپاره ترسره کېژی.

اشرف غنی غواړی د عطا محمد نور د لیری کولو لپاره د پوځی لارې څخه کار واخلیتیتر دو

ویل کېژی د جمعیت ګوند اجرایی مشر عطا محمد نور د لیری کېدو په تړاو د اختلافونو په اړه د ملی یووالی حکوموت استازو او د جمعیت اسلامی ګوند غړو ترمنځ د خبرو بې پایلې پاتی کېدو وروسته، ولسمشر غنی هوډ نیولی ترڅو د ښاغلی نور د لیری کولو په برخه کې د پوځی ګزینې څخه کار واخلی.

سرور دانش: د اساسی قانون ډېری موردونه نقض شوی دیتیتر دو

د افغانستان د جمهوری ریاست دوهم مرستیال محمد سرور دانش په تیرو څلوارلس کلونو کې په ډیرو برخو کې د اساسی قانون قانون د احکامو نه پلی کیدل د افغان حکومت بې وسی، د بدیل نشتون، محدودیتونه او د حکومت پر وړاندې د پرتو خنډونو له امله ګڼی.