سرویس سیاست

لوی ملی ایتلاف د ټاکنو په ورځ د رای ورکوونکو د بایومتریک کېدو پرسر ټینګار کړیتیتر دو

د لوی ملی ایتلاف پلویانو له اعتراضونو او په څو ولایتونو کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون دروازو له تړل کېدو وروسته، د افغانستان دولت د ټاکنو په ورځ د بایومتریک سیسټم تجهیزاتو له ګټې اخیستنې څخه خبر ورکړ.

ولسمشر غنی: نیمګړې حکومتولۍ د یو هېواد د پرمختګ خنډ کېږیتیتر یک

یاش خبری سرچینه: ولسمشر غنی په ولسمشری ماڼۍ کې د ښاروالانو په درېیم ملی کنفرانس کې دې ته په ټینګار سره چې د ښارونو او کلیو ترمنځ کمزورې اړیکې شتون لری، وویل چې ناوړه او نیمګړې حکومتولۍ د یو هېواد د وروسته پاتی کېدو ستر لامل دی.

د امریکا ستراتېژی له اعلان وروسته په افغانستان کې ترهګریز بریدونه همداشان دوام موندلیتیتر یک

د ملی یووالی حکومت اجراییه مشر عبدالله عبدالله د ملګرو ملتونو سازمان د عمومی ټولنې په درې اویایمه غونډه کې د ګډون په موخه نیویارک ته په خپل سفر کې وویل: د امریکا ستراتېژی له اعلان وروسته هم تاوتریخوالی او ترهګریز بریدونه دوام موندلی دی.

ګلبدین حکمتیار: د ټاکنو اوسنی سیسټم غیر عادلانه دیتیتر دو

د حزب اسلامی مشر ګلبدین حکمتیار نن چهارشنبه له دینی عالمانو سره په یوه غونډه کې د ټاکنو اوسنی سیسټم ناعادلانه بللی او ویلی چې په دې ټاکنو کې څه باندې ۱۵ میلیون افغانان نشی کولای د رای ورکونې په بهیر کې ګډون وکړی.

د دانمارک او بلژیک د لومړی وزیرانو سره د اجراییه مشر جلا جلا لیدنهتیتر یک

اجراییه مشر د ملګرو ملتونو سازمان د عمومی ټولنې د غونډې په څنډه کې په نیویارک کې د دانمارک او بلژیک د لومړی وزیرانو سره لیدنه کړې او د بېلابېلو موضوعاتو د هغې له ډلې څخه د افغانستان امنیت په اړه بحث او خبرې وکړې.

ملګری ملتونه: رڼې ټاکنې په افغانستان کې د ثبات لامل کېږیتیتر یک

د ملګرو ملتونو سازمان عمومی منشی آنتونیو ګوترش د یاد سازمان د عمومی ټولنې غونډې په څنډه کې له داکټر عبدالله سره په لیدنه کې وویل: د یو رڼو او د باور وړ ټاکنو ترسره کېدل کولای شی په افغانستان کې د سیاسی ثبات د ټینګښت په برخه کې مرسته وکړی.