سرویس سیاست

د سولې خبرو په اړه په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر خبرو ته د ارګ کلک غبرګونتیتر دو

د ولسمشری ماڼۍ ویاند د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې خبرواترو په اړه د امریکا پخوانی سفیر څرګندونو په اړه کلک غبرګون ښودلی او ویلی چې بهرنیان نشی کولای د افغانستان د سولې بهیر په اړه پرېکړه وکړی.

د حامد کرزی په کوربه توب د لوی ملی ایتلاف او د حراست او ثبات شورا د مشرانو غونډهتیتر یک

د جمعیت اسلامی اجرائیه رئیس عطا محمد نور او د افغانستان لوی ملی ائتلاف په نوم د سیاسی ائتلاف غړی عطا محمد نور وایی له پخوانی ولسمشر حامد کرزی او نورو سیاسی مشرانو سره د کتنې پر مهال د هېواد په اړه مهمې پرېکړې کړې دی.

کرزی: په هیڅ وجه په راتلونکې ولسمشریزو ټاکنو کې د نوماند کېدو هوډ نه لرمتیتر دو

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی تېره ورځ مازدیګر د افغانستان لوی ملی ایتلاف له غړو او حراست او ثبات شورا له مشرانو سره په لیدنه کې ویلی چې په هیڅ وجه په راتلونکی ولسمشریزو ټاکنو کې د نوماند کېدو هوډ نه لرم.

غنی: ترهګر نشی کولای دخپلو جنایاتو له لارې د افغانستان خلکو ترمنځ بېلوالۍ رامنځته کړیتیتر دو

ولسمشر اشرف غنی د پکتیا ولایت مرکز په ګردیز ښار کې د تېرې ورځې ځانمرګی برید په غبرګون د یوې ویناپاڼې په خپرولو سره ویلی چې ترهګر نشی کولای دخپلو جنایاتو په ترسره کولو سره د افغانستان خلکو ترمنځ بیلوالۍ رامنځته کړی.