سرویس سیاست

د جنرال رازق د فاتحې په مراسمو کې د ګډون په موخه کندهار ولایت ته د عبدالله سفرتیتر دو

د اطلس خبری سرچینې د راپور له مخې، د افغانستان د ملی وحدت حکومت اجرائیه رییس داکتر عبدالله عبدالله نن له غرمې مخکې د مل پاسوال عبدالرازق له کورنۍ سره د خواخوږۍ څرګندولو لپاره کندهار ته سفر کړی دی.

د افغانستان د سولې په اړه د مسکو غونډه به د لړم په ۱۰ د طالبانو په حضور سره ترسره شیتیتر یک

د اطلس خبری سرچینې د راپور له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د افغانستان د سولې په اړه د مسکو غونډه به د ۲۰۱۸ کال د نوامبر په لومړۍ نېټه د طالب ډلې استازو په حضور سره په یاد ښار کې ترسره کېږی.

د چابهار هوکړې پلی کول د افغانستان د ټرانسپورټ وزارت اصلی موخهتیتر دو

د افغانستان د ټرانسپورټ وزیر امام الدین وریماچ د اېران، هند او افغانستان د درې اړخیزې ټرانزیټی هوکړې د همغژی شورا په غونډه کې چې تېره ورځ په تهران کې ترسره شوې وه، وویل چې: په اقتصادی چارو کې د درې واړه هېوادونو مرستې د کاری زمینې د برابرېدو او د هېوادونو د تلپاتی پراختیا لامل کېږی. هغو تلپاتی پراختیایی موخو ته په پام چې د ملګرو ملتونو سازمان طرح او هېوادونو ته یې رسولی، د چا بهار هوکړې لاسلیک کولای شی د هېوادونو د پرمختګ زمینه برابره کړی.

حامد کرزی: غوره داوه چې ټاکنې نه وای شوېتیتر یک

به گزارش خبرگزاری اطلس،د افغانستان پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی وایی بهتره به وه چې په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان د ولسې جرګې ټاکنې نه وای شوې او د ۱۳۹۸ کال د جمهوری ریاست ټاکنو او یا له هغه وروسته شوی وای.

د پاکستان لومړی وزیر: موږ له خپلو ګاونډیانو په ځانګړی ډول هند او افغانستان سره سوله غواړوسیاست

د اطلس خبری سرچینې د راپور له مخې، د پاکستان لومړی وزیر عمران خان چې په ریاض کې د سعودی عربستان د پانګونې په غونډه کې خبرې کولې، وویل: پاکستان تلپاتې سولې او ثبات ته اړتیا لری ترڅو وکولای شی په هېواد کې په بېلابېلو پروژو کې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته یوه فضا برابره کړی.

د جنراق رازق له کورنی سره د خواخوږی په موخه کندهار ولایت ته د حامد کرزی سفرسیاست

د اطلس خبری سرچینې د راپور له مخې، د حامد کرزی دفتر په پیغام کې راغلی چې د افغانستان پخوانی ولسمشر د روسیې له کنفرانس څخه د راستنېدو وروسته کندهار ته ولاړ ترڅو د کندهار د امنیې قوماندان له کورنی سره خپله خواخوږی څرګنده کړی.

عبدالله عبدالله د جنرال رازق په وژنه کې د امریکایی پوځیانو د لاسوهنې ګنګوسې رد کړېتیتر یک

د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وایی، چې د قاطع ملاتړ ماموریت د ځواکونو له خوا د کندهار د پخوانی امنیه قومندان جنرال عبدالرازق د وژنې آوازې د افغانستان په زیان او د “دښمن ژرندې ته د اوبو سمولو” په معنی دی.

۴ میلیون کسانو په ټاکنو کې ګډون کړیتیتر یک

د ټاکنو خپلواک کمیسیون اعلان کړی چې څه باندې څلور میلیون کسانو په پارلمانی ټاکنو کې رایه ورکړې چې ۶۷ سلنه یې نارینه او پاتی نور یې نارینه کسان په برکې نیسی.

د جنرال عبدالرازق د جنازې په مراسمو کې د چارواکو د نه حضور په اړه د امرالله صالح نیوکهتیتر دو

د اطلس خبری سرچینې د راپور له مخې، د افغانستان د ملی امنیت پخوانی مشر امرالله صالح د جنرال عبدالرازق د جنازې په مراسمو کې چې د تېرې پنجشنبه په ورځ په یو ترهګریز برید کې یې خپل ژوند دلاسه ورکړ، وویل: یو نامتو جنرال نباید د یو عادی سرتېری په څېر خاورو ته وسپارل شی.