سرویس سیاست
په کابل کې د روسیې سفیر لکساندر مانتیسکی تېره اونۍ په افغانستان کې د نشه یی توکو له قاچاق او ترهګری څخه د اندېښنې ترڅنګ د یادو پدیدو سره د مبارزې په برخه کې د نړیوالې ټولنې د اغیزمنو اقداماتو د ترسره کولو غوښتونکی شو.
د یک ټلویزیون په حواله د دری نیوز راپور له مخې، په داسې حال کې چې د جمعیت ګوند سره د افغانستان ولسمشری ماڼۍ د خبرواترو څخه څو پړاونه د کومې پایلې پرته پای ته رسېدلې خو د کورنیو چارو وزارت د دواړو خواو ترمنځ د اختلافونو حل او هوکړې به اړه خوشحالی څرګنده کړې ده.
د حزب اسلامی مشر اعلان کړی چې ولسمشر طالبانو ته د ځینو ولایتونو د سپارلو او د یادو ولایتونو څخه د امنیتی ځواکونو د وتلو له طرح څخه هرکلی کړی دی.
د افغانستان د سولې عالی شورا وایی، که چېرې وسله وال طالبان د سولې خبرو ته حاضر شی او په دغه هېواد کې د ترهګرۍ ریښې وچې شی، د بهرنیو ځواکونو وتلو ته به هم زمینه برابره شی.
د افغانستان حکومت د کابل پروسې په دویم کنفرانس کې د نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل چې د نشه یی توکو په وړاندې د مبارزې یوه ګډه ستراتېږۍ طرح کړی او د کوم توپیر پرته د نشه یی توکو او قاچاق کوونکو شبکو سره مبارزه وکړی.
د Henley Passport معلوماتو له مخې، جاپان او سنګاپور دمګری د نړۍ ترټولو پیاوړی پاسپورټونه لری. افغانستان په دغه ډله کې د نړۍ ترټولو کمزور پاسپورټ خپل کړی دی.
د ملی نوین جبهې مشر او د افغانستان پخوانی وزیر څرګند کړ: طالبان ددې له امله چې باور لری د ملی یووالی حکومت کمزور شوی او د سقوط شونتیا شتون لری، د خبرواترو څخه ډډه کوی.
په افغانستان کې د امریکایی او ناټو ځواکونو عمومی قوماندان اعلان وکړ چې د سیاسی فشار سره سم، د پوځی اړخه هم د سولې ترلاسه کولو لپاره پر طالبانو فشار راوړو.
وینای کومار په افغانستان کې د هند سفیر په توګه ټاکل شوی دی.
د هېواد پخوانی ولسمشر اعلان وکړ چې واشنګټن باید په دې وپوهېږی چې نور نشی کولای د زور له لارې خپلې موخې ته ورسېږی.
د هېواد ولسمشر محمد اشرف غنی وایی چې د کابل په پروسه کې له طالبانو سره د سولې په اړه د افغانستان حکومت طرح به بریالی شی. دی ویلی چې دغه طرح طالبانو ته دا فرصت ورکوی چې د ترهګریزو فعالیتونو څخه لاس واخلی.
د څلورو میاشتې وروسته د کابینې شنبه ورځې په غونډه کې محمد محقق ګډون وکړ. د فاطمیون له ډلې څخه د ملاتړ په برخه کې د ښاغلی محقق له څرګندونو وروسته، دی د کابېنې په په غونډو کې د ګډون اجازه نه لرله. ځینو رسنیو راپور ورکړی، تردې وړاندې د سوریې په جګړه کې د فاطمیون له ډلې څخه د ملاتړ په خاطر د کابېنې او ملی امنیت شورا په غونډو کې د محمد محقق غړیتوب ځنډول شوی وو. د څلورو میاشتې وروسته دا لومړی ځل دی چې محمد محقق د شنبه په ورځ د کابېنې په ناسته کې حضور موندلی دی.
د شمال امنیتی غونډه تېره ورځ د بلخ لیری کړل شوی والی عطا محمد نور په مشری په مزارشریف ښار کې ترسره شوه چې د ملی یووالی حکومت ډېری حکومتی او پوځی چارواکو حضور لرل.
په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت او امریکایی ځواکونو عمومی قوماندان جنرال جان نیکلسن په یوې ګډې غونډه کې د کابل، پروان او کاپیسا ولایتونو له چارواکیو سره په خبرو کې وویل، چې امریکا او افغانستان یو ګډ دوښمن لری او په افغانستان کې د جګړې ختمولو او د سولې ټینګښت لهپاره امریکا هېڅ راز هڅه نه سپموی. ښاغلی نیکلسن وایی، امریکا په دې لټه کې ده چې افغان امنیتی ځواکونه په تېره هوایی ځواک پیاوړی کړی.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غنی وایی، افغان ښځو اوس په ټولنه کې ځان ته مهم ځای او موقعیت موندلی دی.
افغان ولسمشر وایی، افغانستان به د جګړې او سیاست په دواړو ډګرونو کې بریالی وی.
د افغانستان حکومت وایی، له طالبانو سره د سولې د خبرو اجنډا روښانه شوه، اوس که طالبان له دې اجنډا بهر څه وړاندیز لری کېدای شی چې د سولې د خبرو په ترڅ کې مطرح شی.
د ملی یووالی حکومت اجرایی مشر داکټر عبدالله عبدالله د کابل پروسې ناستې په څنډه کې د ولسمشر له مرستیالې مېرمن لیزا کورتس سره لیدنه کړې او د افغانستان د وروستیو کورنیو بدلونونو پرسر بحث او خبرې کړی دی.
ملګروملتو له طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غنی د سولې د وړاندیزونو هرکلی وکړ.
په افغانستان کې د سولې لپاره د کابل پروسې ناستې له ترسره کېدو وروسته، طالبانو د ېوې ویناپاڼې په خپرولو سره د کابل په کنفرانس کې د سولې غوښتنه د یادې ډلې د تسلیم کېدو لپاره غیر منطقی بولی. دوی په خپل لیک کې ویلی چې د مقاومت څخه نه لاس پرسر کېږو او د جګړې له دوام څخه نه ستړی کېږو.