سرویس سیاست

مکه کې د ۳۳ اسلامی هېوادونو د دینی عالمانو د افغانستان په اړه یوه اعلامیه خپور کړېسیاست

د اسلامی هېوادونو د همکارۍ سازمان، په مشرۍ، د خادم الحرمین الشریفین په اهتمام او مېلمه پالنې او د نړۍ د ۳۳ هېوادونو دینی علماوو دغه اعلامیه د بیت الله په ګاونډ کې د‌مکې مکرمې له ښاره خپره کړه:

د سعودی عربستان پادشاه په افغانستان کې د نوۍ پړاو له پرانستلو څخه خبر ورکړتیتر دو

د سعودی عربستان پادشاه په مکه او جده ښارونو کې د اسلامی همکاریو سازمان په غونډه کې، د افغانستان د سولې هڅو په اړه هیله مندې ښودلې او له افغان عالمانو څخه یې غوښتی ترڅو د افغانستان لپاره یوه نوی پړاو پرانیزی.

د اوبو مدیریت په برخه کې له افغانستان سره د مرستې په موخه د ناروې لېوالتیاتیتر یک

ولسمشر غنی چې د ناټو په غونډه کې د ګډون په موخه بروکسل ته تللی، د ناروې د لومړی وزیر ایرنا سولبرګ سره لیدنه او د بېلابېلو مسایلو پرسر بحث او خبرې کړی دی. په دغه کتنه کې د ناروې لومړی وزیر ویلی چې هېواد یې چمتو دی ترڅو د اوبو مدیریت په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړی.

د عربستان سولې په اړه د طالبانو غبرګونتیتر دو

طالبانو په سعودی عربستان کې د اسلامی هېوادونو د عالمانو ناستې ته په غبرګون ویلی چې ددوی جګړه ورور وژنه نه، بلکه د هغو کسانو په وړاندې مبارزه ده چې هېواد په خپل واک نیولی دی.

ترکیه کې د ولسمشر لومړی او دوهم مرستیالانو لیدنهتیتر دو

د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش چې د ترکیې ولسمشر د لوړې په مراسمو کې د ګډون په موخه د ترکیې پلازمینې انقرې ته تللی، د دوشنبه په ماښام د ولسمشر د لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم سره لیدنه او خبرې کړی دی.