سرویس امنیت او پېښې

غزنی ولایت کې د ۴۰ تنو پاکستانی اتباعو وژل کېدلامنیت او پېښې

د ملی دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوی چې د غزنی په یو شمیر ولسوالیو کې افغان امنیتی ځواکونو په هوایی او ځمکنیو عملیاتو کې ګڼو وسله والو طالبانو او پاکستانی ترهګرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

ملی دفاع وزارت: د لویو لارو امنیت د ټینګښت په موخه عملیات پیلووامنیت او پېښې

د ملی دفاع وزارت ویاند جاوید احمد غفور له رسنیو سره په خبرو کې ویلی چې لویې لارې د افغانستان د سوداګرۍ او اقتصادی ودې لپاره مهمې دی، خو په دې وروستیو کې له امنیتی ستونزو سره مخ دی. دده په خبره له همدې امله د ملی دفاع وزارت پرېکړه کړې چې د ولایتونو ترمنځ د ټولو لویو لارو د امنیت لپاره عملیات پیلوی. نوموړی دغه خبرې وروسته له دې وکړې چې په سمنګان ولایت کې وسله والو طالبانو تر شپېتو پورې موټر چلوونکی له ځان سره بوتلل. دده په خبره په دې پېښه کې شپېته تښتول شوی کلینران د سیمې د خلکو په منځګړیتوب خوشی شوی، خو شپېته تنه موټر چلوونکی لاهم له طالبانو سره دی او د خلاصون لپاره یې هڅې روانې دی. هغه زیاته کړې چې د لویو لارو د امنیت د تامین لپاره به هر اړخیز ګامونه واخلی

د کابل چاودنه تلفات نه لرلامنیت او پېښې

د اطلس خبری سرچینې د راپور له مخې، د افغانستان امنیتی چارواکو اعلان کړی چې نن دوشنبه ورځ سهار د کابل ښار په دولسمه ناحیه کې د پسته خانې په سیمه کې یوه چاودنه رامنځته شوه خو کوم تلفات یې نه لرل.

ملامنان د پاکستان په غوښتنه موخه ګرځول شویامنیت او پېښې

د پوځی چارو شنونکی په دې باور دی چې په افغانستان کې د طالب ډلې پوځی مسول ملامنان د پاکستان د استخباراتی معلوماتو له مخې په هلمند ولایت کې د امریکایی ځواکونو له خوا موخه ګرځول شوی دی.

په سمنګان ولایت کې څلوېشت مسافرین د طالبانو له خوا برمته شولامنیت او پېښې

د سمنګان ولایت سیمه ییزو چارواکو اعلان کړی چې طالبانو د سمنګان ولایت په دره صوف ولسوالۍ کې څلوېښت تنه مسافرین او موټرچلوونکی برمته کړی دی. د اطلس خبری سرچینې د راپور له مخې، د سمنګان د پولیسو ویاند محمد منیر رحیمی اعلان کړی چې دا پېښه د یکشنبه ورځ له غرمې مخکې لس بجې د دره صوف ولسوالۍ په خشک دره سیمه کې ترسره شوې ده.