سرویس امنیت او پېښې

په هلمند ولایت کې د ځانمرګی برید له امله ۶ کسان ټپیان شولامنیت او پېښې

هلمند ولایت کې امنیتی چارواکی وایی، نن شاوخوا یوولس نیمې بجې د دغه ولایت د نادعلی په ولسوالۍ کې یو ځانمرګی بریدګر د ملی اردو یوې پوستې مخې ته د چاودیدونکو توکو ډک خپل موټر ته چاودنه ورکړې، چې له امله یې شپږ امنیتی سرتیری ټپیان شوی دی.

پر انټرکانټیننټال هوټل باندې په برید کې ۴ امریکایی وګړی ووژل شولامنیت او پېښې

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تایید کړی چې د کابل پر انټرکانټیننټال هوټل باندې په برید کې ددغه هېواد څلور وګړی وژل شوی او دوه نور یې ټپیان دی. په دغه برید کې د ۱۴ بهرنیو اتباعو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی و.

پر شمالی وزیرستان باندې د امریکا ېوې بې پیلوته الوتکې په برید کې د حقانی شبکې یو قوماندان ووژل شوامنیت او پېښې

پاکستانی رسنیو راپور ورکړی چې د افغانستان سره په سرحد سره د کرم اجنسی په سیمه کې د امریکا بې پیلوته الوتکې په برید کې د حقانی شبکې یوتن قوماندان احسان الله د خپل دوه ملګرو سره وژل شوی دی.

ټاکل شوې یو ګډ کمیسیون د انټر کانټیننټال هوټل پېښه وڅېړیامنیت او پېښې

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له ترورېزم سره د مبارزې ریاست وایی، پر انټرکانټیننټال هوټل د حملې د څېړلو لپاره د دغه ریاست او د ملی امنیت د عمومی ریاست د متخصصینو یوه ګډ کمېسیون، جدی څېړنې او پلټنې پیل کړی دی.