سرویس امنیت او پېښې
د افغانستان شمال ختیځ بدخشان ولایت کې د یوه ځایی سیند پر غاړه د سرو زرو یا طلا پر چڼوونکو شګه را ښویېدلې او د سیمه ییزو چارواکو په وینا، لږ تر لږه ۳۱ کسان پکې وژل شوی او ۱۳ نور ټپیان دی. خو په ولسی جرګه کې د بدخشان استازې فوزیه د مړو شمېر ۴۰ تنه ښیی.
په کابل کې نن سهار د یوه ماین په چاودنه کې درې پوځیان ټپیان شوی دی.
د کابل ښار نهمې حوزې اړوند عبدالحق څلور لارې ته څېرمه تیره شپه د اور لګېدو له امله ۳ تنه وژل شوی او ۲۷ نور ټپیان شوی دی.
د کابل ولایت په بګرامیو ولسوالۍ کې تیر ماښام د لوګر ولایت د ټاکنو کمیسیون مالی او اداری مدیر وژل شوی دی.
د افغانستان په شمال کې، د بغلان د پلخمری ښار په دریمه حوزه او پوستو تېره شپه د وسله والو له لوری بریدونه شوی، په دغه جګړه کې حکومت او طالبان دواړه لوری یو بل ته د درنو تلفاتو د اوښتو خبره کوی.
د سرپل ځایی چارواکی او د ولایتی شورا غړی وایی، که مرستندویه ځواکونه ور ونه رسېږی، طالبان دا وړتیا لری چې مرکز په واک کې واخلی.
په سرپل ولایت کې د طالبانو د پراخو بریدونو په پایله کې څه باندې ۲۰ سرتېری ووژل شول.
کورنیو چارو وزارت نن چهار شنبه د مرغومې په ۱۰مه د ېوې اعلامیې په خپرولو سره، په هلمند کې د طالبانو د یوه قوماندان د وژل کیدو خبر ورکړ.
طالبانو د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې یوې قرارګاه ته تر تونل ایستلو وروسته چاودنه ورکړې او عسکرو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایی، د کابل د امنیت د ښه کېدو لپارهیې یو نوی امنیتی پلان ترتیب کړی دی.
د افغانستان شمال ته په سرپل ولایت کې ځایی چارواکی وایی، له طالبانو سره جګړه کې ۲۰ سرتېری وژل شوی او ۲۳ ټپیان دی.
د ننګرهار اچین ولسوالۍ کې د داعش د استخباراتی مسوول په ګډون اووه ویشت داعش وسله وال وژل شوی دی.
نن دوشنبه له غرمې وروسته د تخار ولایت مقام ودانۍ ته څېرمه یوه چاودنه ترسره شوه.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست امرالله صالح په دغه وزارت د نویو اقداماتو په دوام، په کابل کې د امنیت ټینګښت په موخه اعلان یې وکړ چې په دغه ښار کې ګرځنده ګزمې ډېروالی مومی.
د ملی دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد چې څو ورځې وړاندې دغه څوکۍ ته ګمارل شوی، نن ددغه وزارت د جګپوړو چارواکو په ګډون د یولړ مراسمو په ترڅ کې ټینګار وکړ چې له دې وروسته په دندو کې بې غورۍ د منلو وړ نه ده.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پولیسو ته د نوو سپارښتنو په دوام د یکشنبې په ورځ په یوه بله تازه سپارښتنه کې ویلی چې پولیس تر دې وروسته د سولې په اړه له نظر څرګندولو او تبصرې کولو څخه ډډه وکړی.
د امریکا د ملی امنیت شورا وایی،ولسمشر ډونالډ ټرمپ پنټاګون ته له افغانستان څخه د سرتېرو د وتلو کوم فرمان نه دی ورکړی.
د دفاع وزارت وویل په «پکتیا» او «پکتیا»ولایتونو کښې د پوځ په هوایی حملو کښې د «حقانی» ډلې کابو پینځه(۵) غړی ووژل شوی او د دغه ډلې پوځی تجهیزات هم ویجاړ شوی.
طالبانو اعلان کړی چې کابل ته د راستنېدو په صورت کې د تېرو کلونو په پرتله بل ډول واکمنۍ به نندارې ته کېږدی.
د افغانستان د ملی دفاع وزارت سرپرست وزیر اسد الله خالد نن شنبه د مرغومې په ۸ مه په دفاع وزارت کې د ځانګړو مراسمو پرمهال خبرې کړې او ویلی یې دی چې سوله د ده او ټولو افغانانو، له لومړیتوبونو څخه ده او ټینګار یې کړی، څوک چې سوله نه غواړی، وبه ځپل شی.