سرویس امنیت او پېښې

۱۵ تنه سرتېری د طالبانو له بند څخه تښتېدلیامنیت او پېښې

بادغیس ولایت کې سیمه‌ییز چارواکی وایی، ۱۵ تنه افغان سرتیری چې د امنیتی ځواکونو مختلفو قطعاتو پورې تړاو لری او د تیر یو کال راهیسې له وسله‌والو طالبانو سره په بند کې وو، د دغې ډلې له زندان څخه په تیښته بریالی شوی دی.

د امریکا جګپوړی سناتور: په افغانستان کې د میلیاردونو ډالرو لګښت برسېره، افغانان اوس هم دخپل ځان دفاع وړتیا نه لریامنیت او پېښې

د امریکا جمهوری غوښتونکی ګوند جګپوړی سناتور رند پل په یاد مجلس کې په افغانستان کې د امریکا لګښتونو په اړه د جزییاتو د وړاندې کولو پرمهال وویل چې د لسګونه میلیارډ ډالرو لګښت برسېره اوس هم ښایی افغانان د خپل ځان دفاع وړتیا ونه لری.

امریکا هر کال د افغانستان په جګړه کې ۴۵ میلیارد ډالر لګښت لریامنیت او پېښې

د امریکا دفاع وزارت یوتن جګپوړی چارواکی وایی، د افغانستان جګړه په کال کې د امریکا لپاره پنځه څلوېښت میلیارد ډالر لګښت لری. دغه شمېر لګښت په داسې حال کې مطرح کېږی چې طالبان په څو وروستیو کالو کې پیاوړی شوی او ډېری سیمې په خپل کنټرول کې راوستی دی.

لغمان کې ۴ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې او ۳ مشکوک کسان نیول شویامنیت او پېښې

د لغمان د مرکز اړوند د پنج پای په سیمه کې تېره شپه افغان ځانګړو ځواکونو د وسله‌والو پر ضد پوځی عملیات کړی چې د دې ولایت د ویاند سرحدی ځواک په وینا، په‌کې د مخالفینو د یو قوماندان په ګډون ۴ وسله‌والو ته مرګ ژوبله اوښتې او ۳ مشکوک نیول شوی دی.

د امریکا B52 ماډل الوتکو په بدخشان کې د طالبانو اډې موخه وګرځولېامنیت او پېښې

په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د پرېکندها ملاتړ ځواکونو ویلی، د هېواد په شمال ختیځ او سوېل کې یې د طالب اورپکو د پټنځیو ویجاړولو لپاره هوایی بریدونه ډېر کړی. په دې عملیاتو کې بی ۵۲ بم غورځوونکې الوتکې هم ګډون لری. طالبان وایی، دغو بمباریو دوی ته کوم زیان نه دی اړولی.