سرویس امنیت او پېښې

د ملګرو ملتونو سازمان د جلال اباد ښار د تېرې ورځې برید عاملینو د مجازاتو غوښتونکی شویامنیت او پېښې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د معاونیت پلاوی په جلال اباد کې د تېرې ورځې برید غندلی او د وروستی پېښې له رامنځته کېدو څخه چې په ښوونځیو او روغتیایی مرکزونو کې د ملکی وګړو د وژل کېدو لامل شوی، اندېښنه څرګنده کړه.

آلیس ولس: په افغانستان کې د طالب مشرانو نه حضور، د سولې لپاره خبرې له ستونزو سره مخ کړیامنیت او پېښې

د مرکزی او جنوبی آسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې آلیس ولس ویلی چې په افغانستان کې د طالب مشرانو نه حضور، د خبرو له لارې سیاسی حل لارې له ستونزو سره مخ کړی دی.

غنی: طالبان له خلکو او دینی عالمانو سره مخامخ دیامنیت او پېښې

د طالبانو په وړاندې د افغان حکومت له خوا د اوربند د پای ته رسېدو سره همهاله افغان ولسمشر محمد اشرف غنی وایی چې طالبان اوس د ولس او د افغانستان او نړۍ له دینې عالمانو سره مخامخ دی.

په تخار ولایت کې ۴ سرحدی پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتېامنیت او پېښې

د تخار ولایت سیمه ییز چارواکی وایی، په یاد ولایت کې د افغانستان او تاجیکستان په ګډ کمیساری کې د طالب ډلې د برید په پایله کې ۲ تنه سرحدی پولیس وژل شوی، ۲ تنه ټپیان او ۶ نور یې طالبانو له ځان سره وړی دی.