سرویس امنیت او پېښې

حمدالله محب د کابل تېرې شپې برید وغندلامنیت او پېښې

د هېواد ملی امنیت سلاکار حمدالله محب په کابل کې د تېرې شپې برید غندلی او ویلی: د افغانستان حکومت به ددې برید په وړاندې چوپ پاته نشی او له ترهګرو څخه د ملکی وګړو غچ به واخلی.

د کابل تېرې ورځې په چاودنه کې ۱۰۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتېامنیت او پېښې

د پلازمېنې کابل په ۹ ناحیه کې یوه درنه چاودنه شوې ده چې غږ یې د ښار لېرې برخو کې هم اورېدل شوی دی. د کورنیو چارو وزارت وایی، په چاودنه کې لږ تر لږه ۴ کسان وژل شوی او ۹۰ نور ټپیان دی، چې ماشومانو او ښځې هم پکې شته.

د ۳۰ تنه کان کیندونکو مړی د بدخشان د سرو زرو کان له خاورو څخه وویستل شولامنیت او پېښې

د بدخشان ولایت د سیمه ییزو سرچینو په وینا، د کان ټولو کارکوونکو مړی چې په دې ولایت کې د سرو زرو کان یوې سیمې د نړېدو له امله وژل شوی، تر خاورو لاندې وویستل شول. د اطلس خبری سرچینې د راپور له مخې، تېره ورځ د بدخشان ولایت په کوهستان ولسوالۍ کې د کانو د نړېدو له امله دېرش تنه ووژل شول. د راپورونو له مخې، په دې پېښه کې ۱۲ تنه نور ټپیان شوی دی.