سرویس اقتصاد

عبدالله د هندی چارواکو څخه د چا بهار بندر د پراختیا بهیر د چټکتیا غوښتونکی شواقتصاد

اجرایی مشر عبدالله عبدالله هند ته په سفر کې او دیاد هېواد له چارواکو سره په لیدنه کې ددې مطلب په څرګندولو سره چې چا بهار بندر یوه مهمه او ستراتیژیکه سیمه ده د هند له دولت څخه ددغه بندر پراختیا په برخه کې د چټکتیا غوښتونکی شو.

د کندهار والی : اېران د افغانستان سوداګرو لپاره د چابهار په بندر کې ځانګړی تخفیفونه په پام کې نیولی دی.اقتصاد

د کندهار والی زلمی ویسا وایی چې اېران د چابهار په بندر کې افغان سوداګرو ته ځانګړی تخفیفونه په پام کې نیولی . ځمکه او برېښنا په ټیټ بیې سره ددوی په واک کې ورکوی او تر شل کاله پورې له دوی څخه مالیات هم نه اخلی.

دکتر عبدالله : په افغانستان کې په اقتصادی برخوکې د پرمختګ زمینه شتون لریاقتصاد

داکتر عبدالله عبدالله ، په افغانستان کې د اقتصادی پرمختګ لپاره زمینه مناسب بولی او په دې باور دی چې د افغانستان تولیدات اوس مهال ښه ځای لری او دهغې پرمختګ لپاره زمینه شتون لری . خو په دې شرط چې خلک وکولای شی د فرصتونو څخه په ښه توګه ګټه واخلی.

جنرال موتورز تر راتلونکې شپژو کالو پورې څه باندې ۱۱ زره زرهی موترونه د افغانستان پوځ لپاره تولید کویاقتصاد

ټاکل شوې د جنرال موتورز د موتر جوړونې شرکت تر راتلونکې شپژکال پورې څه باندې ۱۱ زره زرهی موترونه د افغانستان پوځ ته وسپاری چې دغه تړون د امریکا دولت او دغه خصوصی شرکت ترمنځ لاسلیک شوی دی.

د شکریې بارکزی مېړه په ۹ کال بند محکوم شواقتصاد

د افغانستان عدلی او قضایی مرکز د اداری فساد د درنو جرمنو ته د رسېدنې لومړنې محکمې د “داوی گروپ” مشر عبدالغفار داوی او دده سوداګریز ملګری محمد اصغر غیاثی په نهه کال او نهه میاشت بند محکوم کړل.

غنی د سوداګرو سره په لیدنه کې په وارداتو او صادراتو کې د انډولوالۍ د مراعات کولو غوښتونکی شواقتصاد

ولسمشر غنی تېره ورځ د اېران ولسمشر حسن روحانی د لوړې مراسمو ترسره کېدو په موخه یاد هېواد ته ولاړ . همداراز د یوشمېر افغانی او اېرانی سوداګرو سره په لیدنه کې وویل چې سوداګر باید د صادراتو او وارداتو په برخه کې تعادل مراعات کړی.

سیگار : د امریکا دولت ۷۱۴ میلیارد دالر د افغانستان سره مرسته کړی خو طالبان ورځ تربلې پیاوړی کېژیاقتصاد

سیګار یا د افغانستان بیارغاونې لپاره د امریکا څارګرې ادارې په خپل نوی راپور کې اعلان کړی چې د امریکا دولت ۷۱۴ میلیارد ډالر د افغانستان دولت سره د مرستې او ددغه هېواد بیارغاونې په برخه کې لګولی خو به دغه هېواد کې د فساد بنسټیز کېدو له امله ډېرې دغه مرستې بې ځایه لګول شوی او طالبان هم پیاوړی شوی دی.

ترامپ : د افغانستان کاڼوڼو په خاطر په دغه هېواد کې پاتی کېژواقتصاد

د امریکا ولسمشر د ۱۶ کالو جګړې وروسته په افغانستان کې د حضور لپاره د لاملونو په لټه دی ، په هېواد کې د کاڼوڼو پیاوړی سرچېنې چې د ترامپ سلاکارانو تردې وړاندې ورته اشاره کړې وه چې کولای شی د امریکا لپاره ډېر ګټور وی.