سرویس اقتصاد

په افغانستان کې د کار خاوندانو ته د پانګونې په موخه د ترکیې چمتوالۍاقتصاد

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مرستیال احمد یلدیز وایی چې د افغانستان او ترکیې اقتصادی اړېکې نه یوازې د سوداګرۍ له لارې بلکه د پانګونې او د بنسټیزو برخو له لارې پراختیا وکړی. دغه ترکی چارواکی ټینګار کړی چې هېواد یې په افغانستان کې د کار خاوندانو لپاره پانګونې ته چمتو دی.

د مالیې وزیر : یوشمېر کسان غواړی د کریدت کارتونو څخه د لس سلنه مالیې د راټولو مخه ونیسیاقتصاد

د مالییې وزیر اکلیل حکیمی د مشرانو جرګې په ناسته کې د ولسی جرګې له لورې د موبایل پر کریدیت کارتونو باندې د لس سلنه مالیې راټولو بهیر د لغو په غبرګون ویلی چې یوشمېر کسان غواړی ددغو مالیاتو د راټولو مخه ونیسی.

د مخابراتو وزارت : پر کریدت کارتونو باندې لس سلنه مالیات همداراز دوام لریاقتصاد

له هغه وروسته چې ولسی جرګې په یوه پرېکړه کې ، د مویایل پر کریدت کارتونو باندې د لس سلنه مالیاتو راټول لغو کړ ، اوس مهال د مخابراتو وزارت چارواکی وایی ، ترهغه چې ولسمشر دغه پرېکړه تایید ونه کړی ، ددغو کریدت کارتونو څخه لس سلنه مالیات به همداراز دوام ومومی.

د پاکستان سره د افغانستان د سوداګریزې راکړې ورکړې ۶۰ سلنه کموالیاقتصاد

د افغانستان مالیې وزارت چارواکی وایی ، د افغانستان او پاکستان د راکړې ورکړې کچه تر ۶۰ سلنه کموالۍ موندلې ده. دغه کموالی په داسې حال کې ترسره کېژی چې پاکستان په تېرو دریو کالو کې د افغانستان تر ټولو ستر اقتصادی ملګری ګڼل کېدل.

د فساد مرکز ارګ دی که ولسی جرګه ؟اقتصاد

د جرګې استازی د ولسمشر څرګندونو په غبرګون وایی چې ولسمشری ماڼۍ د فساد مرکز دی. ولسمشر تردې وړاندې نوماند وزیرانو ته خبرداری ورکړی وو که د جرګې له استازو سره د پیسو معامله وکړی ، د نوملړ څخه به وویستل شی.

د جګړې دوام تر سیورې لاندې د افغانستان سرچینو او کاڼوڼو لمنځه تللاقتصاد

په ځینو ولایتونو کې د امریکایانو په واسطه د افغانستان کاڼوڼو سرچینو د لمنځه تلو په اړه راپور ورکړل شوی خو لژچارواکی یا بنسټ دی چې په دې اړه اعتراض یا نظر څرګند کړی وی. د هلمند ولایت سیمه ایزې سرچېنې راپور ورکوی چې کلونه کېژی د امریکا الوتکې د افغانستان کاڼونه تاړاک کوی.