سرویس اقتصاد

تاجیکستان د برېښنا صاداراتو کچې زیاتوالی په موخه ۹۰۰ میلیون ډالر پیسې لګویاقتصاد

د تاجیکستان چارواکی وایی ، ددغه هېواد انرژی د بیارغاونې او د برېښنا تولید په موخه د بنسټیزو برخو د رامنځته کولو په موخه څه باندې ۹۰۰ میلیون ډالر پیسې لګوی. دغه هېواد غواړی ددې لارې نه نورو هېوادونو ته د خپل برېښنا د صاداراتو کچه زیاتوالی ورکړی.

د چین د بهرنیو چارو وزیر : افغانستان د پکن – اسلام اباد د اقتصادی دهلیز سره یوځای کېژی.اقتصاد

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یی دچین ، افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ ددې اونۍ د درې اړخېزې ناستې وروسته په یوه مرکه کې ، د پکن او اسلام اباد د اقتصادی دهلیز سره د کابل یوځای کېدل تایید کړ.

دانش : د هند له لورې ۱۱۶ پراختیایی پروژې د هېواد په ۳۱ ولایتونو کې په پام کې نیول شوی دی.اقتصاد

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د افغانستان او هند ترمنځ د دویم هوایی دهلیز د پرانستلو په مراسمو کې وویل چې په وروستۍ میاشت کې د هند له لورې ۱۱۶ پروژې د افغانستان په ۳۱ ولایتونو کې په پام کې نیول شوی دی.

غنی په بادغس کې : دغه ولایت د برېښنا ، سړک او د اوسپنی پټلۍ څخه برخمن کېژیاقتصاد

ولسمشر غنی بادغیس ولایت ته په خپل سفر کې وویل چې د قیصار – لامان حلقوی سړک پروژه د افغانستان لپاره یوله ملی او ارزښتمنو پروژو څخه دی او زیاته یې کړه چې د برېښنا انرژی هم دغه ولایت ته په بشپړه توګه برابرېژی.

د رڼوالی بنسټ : حکومت د پراختیایی بودجې په کموالی سره هوډ لری وښیی چې بریا ته رسېدلی دیاقتصاد

د افغانستان رڼوالی بنسټ اجرایی مشر اکرام افضلی د پراختیایی بودجې کموالی په اړه د حکومت څخه د نیوکې ترڅنګ وویل چې حکومت د پراختیایی بودجې په کموالی سره غواړی وښیی چې ددغې بودجې مصرف په برخه کې بریا ته رسېدلی دی.

د اېران ولسمشر : د چابهار بندر پراختیا لامل کېژی ترڅو سوداګریز مالونه په تیت بیې سره افغانستان ته ولېژل شیاقتصاد

د اېران ولسمشر حسن روحانی د چابهار بندر پراختیا په اړه وویل چې ددغه بندر بشپړ پرانستل لامل کېژی چې د سیمې هېوادونو په ځانګړی ډول د افغانستان سوداګریز مالونه په لژه موده او ټیټ بیې سره ولېژل شی.

د کندهار او بلخ په هوایی ډګر کې هوایی ځواکونو پورې اړوند د پوځی مرکزونو د جوړولو لپاره د ناټو هوډاقتصاد

په افغانستان کې د پرېکنده ملاتړ ماموریت وایی ، د هېواد هوایی ځواکونو د زیاتوالی په اړه د ناټو ځواکونو او افغان چارواکو د پروګرام څخه وروسته ، ناټو هوډ لری چې د پوځی هوایی ډګر د جوړولو پروګرام ، د الوتکو د ساتنې په موخه د کارخانو او د پیلوتانو لپاره د خونو او د هوایی ځواکونو انجنیرانو پروګرام تر راتلونکې یو کاله پورې پیل کوی.

په افغانستان کې د کار خاوندانو ته د پانګونې په موخه د ترکیې چمتوالۍاقتصاد

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مرستیال احمد یلدیز وایی چې د افغانستان او ترکیې اقتصادی اړېکې نه یوازې د سوداګرۍ له لارې بلکه د پانګونې او د بنسټیزو برخو له لارې پراختیا وکړی. دغه ترکی چارواکی ټینګار کړی چې هېواد یې په افغانستان کې د کار خاوندانو لپاره پانګونې ته چمتو دی.

د مالیې وزیر : یوشمېر کسان غواړی د کریدت کارتونو څخه د لس سلنه مالیې د راټولو مخه ونیسیاقتصاد

د مالییې وزیر اکلیل حکیمی د مشرانو جرګې په ناسته کې د ولسی جرګې له لورې د موبایل پر کریدیت کارتونو باندې د لس سلنه مالیې راټولو بهیر د لغو په غبرګون ویلی چې یوشمېر کسان غواړی ددغو مالیاتو د راټولو مخه ونیسی.