سرویس اقتصاد

هندی چارواکی: د ټاپی پروژې مالی ټینګښت په اړه ژمن یواقتصاد

له افغانستان څخه پاکستان او وروسته هند ته د ترکمنستان ګازو د لېږلو نل لیکې د پرانستلو وروسته، د هند د بهرنیو چارو وزارت سلاکار ام جی اکبر ویلی چې دغه هېواد د یادې پروژې د ۱۰ میلیارډ لګښت یوې برخې په اړه ژمن دی.

عبدالله: د صادراتو کچې زیاتوالی په موخه د نړیوالو بازارونو موندل د حکومت د لومړیتونو څخه دیاقتصاد

اجرایی مشر عبدالله عبدالله د ګمرکی چارو د آسانتیا لومړنی مرکز د پرانستلو په مراسمو کې وویل چې د افغانستان صادراتو کچې زیاتوالی او د هېواد صادراتی مالونو لپاره د نړیوالو بازارونو موندل د حکومت د لومړیتوبونو څخه دی.

ولسی جرګه: شونی ده ډالر د افغانی پیسو په وړاندې ۷۵ ته ورسېژیاقتصاد

په وروستیو ورځو کې د بهرنیو پیسو په ځانګړی توګه د ډالرو په وړاندې د افغانی پیسو ارزښت کموالی موندلی دی. دغه موضوع لامل شوی چې د جرګې استازی حکومت ته خبرداری ورکړی چې که ددغې ستونزې حل په موخه یوه حل لاره په پام کې ونه نیول شی، شونی ده ډالر ۷۵ ته ورسېژی.

د هند ۱۵ زره ټُن مرسته شوی غنم کابل ته ورسېداقتصاد

د هند ۱۵ زره ټن مرسته شوی غنم د چا بهار بندر له لارې نیمروز او د شنبه په ورځ د دوه میاشتې وروسته کابل ته ورسېد. دا د هندوستان مرستو لومړنۍ بسته ده چې د چابهار بندر له لارې کابل ته رسېژی.