سرویس رشد

ترمپ خپله لور او خپل زوم له سپینې ماڼۍ وایستلرشد

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپله لور ایوانکا ټرمپ او زوم جارډ کوشنر ته ویلی چې له سپینې ماڼۍ کډه وکړی. د رشد خبړی آژانس په رپورت، د امریکایی ورځپاڼې (نیوز ویک) د راپور پر اساس ټرامپ د خپلې کورنۍ دا دوه غړی د خپل ځانګړی دفتر د مشر جنرال […]

ولسی جرګې ته د اعتمادرایې لپاره کوم کاندید وزیران ورپېژندل کېږی؟رشد

ټاکل شوې ده چې د کابینې د بشپړولو لپاره کاندید وزیران نن /شنبه/ له ولسی جرګې څخه د اعتماد رایې د ترلاسه کولو لپاره معرفی شی. سره له دې چې حکومت وایی، د پوهنې او کلتور له وزیره پرته د ټولو سرپرستو وزیرانو په ځای کاندید وزیران ولسی جرګې ته […]

ایران به د استکبار د محاذ له دسیسې سره په مقابله کښې د جنګ لپاره د مسلمانانو ترمېنځ ټینګ اودریږیرشد

 د اسلامی انقلاب  معظم لارښود  په دغې کتنې کې  همداراز  وفرمائیل ؛  که څه هم  په عراق او سورئې کې د داعش  پای ته رسیدلې ، خو باید  د دښمنانو له مکر اودوکو  هم غافل نه شوو ، ځکه امریکا اوصهونزم  او دهغوی تالی څټی به ،  له اسلام  سره […]

عبدالله عبدالله د شنګهای د همکارۍ سازمان په ناسته کې ګډون کویرشد

د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د شنګهای د همکارۍ سازمان د سږنی کال په سرمشریزه کې ګډون کوی. ټاکل شوې ده چې دا غونډه د راتلونکی جمعې په ورځ د روسیې په ساحلی ښار سوچی کې جوړه شی. د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل تېره شپه له سوچی […]

د بن سلمان په طریقه زور وینه سل میلیارډ ډالره به ترلاسه کړوورشد

د سعودی ولیعهد وویل چې له سعودی شاهزادګانو څخه سل میلیارډ ډالره ترلاسه کوی. محمد بن سلمان د امریکې له نیویارک ټائمز ورځپاڼې سره په مرکه کښې وویل: له دوو وړاندیزونو سره مل د فساد په باره کښې د تحقیقاتو نتائج: یا عدالتونو ته د تحقیقاتو وړاندې کول او د […]

د امازون څښتن د نړۍ تر ټولو شتمن کس شورشد

د امازون د برښنایی سوداګرۍ شرکت مشر  جف بزوس چې شتمنی یې ۱۰۰ میلیارډه ډالرو ته رسیدلې د نړۍ تر تولو شتمن کس ګرځیدلی دی. د رشد خبړی آژآنس په رپورت، د انګلیسی بلومبرګ د راپور پر اساس، جیف بزوس د مایکروسافټ د شرکت مشر بیل ګیټس څخه مخکې شوی […]

اسیایی پراختیایی بانک افغانستان ته ۲۲۳ ملیون ډالره ورکویرشد

اسیایی پراختیایی بانک په ۵ کلونو کې د افغانانو د ژوند د شرایطو د ښه کېدو لپاره افغانستان ته ۲۲۳ ملیون ډالره ورکوی. د اسیایی پراختیایی بانک چارواکی وایی، دا پیسې به د افغانستان پر کرنه، انرژۍ، بنسټونو او طبیعی سرچینو ولګول شی څو په افغانستان کې د ښځو او […]

که حافظ سعید زندانی نه شی د واشنګټن او اسلام اباد اړیکې زیانمنېږیرشد

د امریکا متحدو ایالاتو پرون شنبه «۱۳۹۶ کال لیندۍ ۰۴» ​پاکستان ته خبرداری ورکړ چې که د جماعت الدعوه ټولنې بنسټ اېښودونکی حافظ سعید چې د نړیوالو ترورېستانو په لېست کې دی، بېرته ونه نیول او زندانی نه شی، د واشنګټن او اسلام اباد اړیکو ته به ډېر زیان ورسوی. […]

له بارزانی ډلې سره د ارتباط په باره کښې د یو داعشی مهم اعترافاترشد

د داعش ترهه ګرې ډلې یو غړی او د الحویجه سیمې یو اوسیدونکی عیسی احمد حسن د الحویجه د ازادولو د هغو عملیاتو او واقعاتو چې په دغه سیمه کښې د فوځی ځواکونو د نزدې کېدو په وخت رامنځته خبرې وکړې. هغه وویل: کله چې فوځی ځواکونه له داعش څخه […]

یونان ته د غیر قانونی مهاجرینو په بېړۍ کې یو افغان ماشوم مړ شویرشد

له ترکیې د یونان لسبوس ټاپو ته د غیرقانونی مهاجرینو په یوه بېړۍ کې یو ۱۰ کلن افغان ماشوم مړ شوی دی. د یونان خبری اژانس انا وایی، په بېړۍ کې ۶۶ تنه سپاره وو او کله چې د اروپایی پولیسو بېړۍ ور نېږدې شوه، هغوی له دې وېرې چې […]

عطا محمد نور د حکمتیار په اړه توندې څرګندونې وکړېرشد

بلخ والی عطامحمد نور سمنګان کې د افغانستان د ژغورنې په نامه جوړ شوی ایتلاف په ملاتړ جوړه شوې غونډه کې د حکمتیار په اړه توندې څرګندونې وکړې. د رشد خبری آژانس په رپورت، نور پر حکمتیار تور پورې کړ چې له حکومت سره په ګډه د ده پر وړاندې […]

په اقتاش ولسوالۍ کې ۱۲ وسله وال مخالفین وژل شویرشد

د کندوز ولایت چارواکی وایی، په اقتاش ولسوالۍ کې د دولت ١٣ وسله وال مخالفین وژل شوی دی. د رشد خبړی آژانس په رپورت، د کندز د والی ویاند سید محمود دانش وایی چی دغه ١٣ وسله وال د تېرو ٢۴ ساعتونو پر مهال په تصفیوی عملیاتو کې وژل شوی […]

د ولسمشر د فرمان له مخې د خاصو عملیاتو فرقه، قول اردو بدله شوهرشد

د ولسمشر محمد اشرف غنی د یوه فرمان له مخې، د خاصو عملیاتو فرقه د خاصو عملیاتو په قول اردو بدله شوه. د رشد خبړی آژانس په رپورت، د ولسمشر ویاند شاه حسین مرتضوی وایی، په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د نورو چارواکو تر څنګ ولسمشر محمد اشرف […]

وسله وال طالبان په غزنی کې له رسنیو مالیه اخلیرشد

د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ اداره یا نی وایی، وسله وال طالبان په غزنی کې له رسنیو مالیه ټولوی. د رشد خبړی آژانس په رپورت، د دې ادارې مشر مجیب خلوتګر نن یکشنبه په کابل کې یوه کنفرانس ته وویل، په غزنی کې رسنۍ مجبورې شوی چې هم […]

د افغانستان او قزاقستان ترمنځ مستقیمې الوتکې پیلیږیرشد

افغانستان له قزاقستان سره درې تړونونه لاسلیک کړی چې یو پکې هوایی همکاریو په اړه ده، چې له مخې به یې د کابل او استانې ترمنځ مستقیم پروازونه پیل شی. دا تړونونه قزاقستان ته د اجراییه رییس عبدالله عبدلله د سفر پرمهال لاسلیک شوی دی. د رشد خبړی آژانس په […]

پاکستان کې د افغانستان تر ټولو لوی سفارت جوړوَنې چارې پیل شوېرشد

افغانستان په پاکستان کې خپل تر ټولو لوی سفارت جوړوی او د دې سفارت چارې په اسلام آباد کې پیل شوې دی. د رشد خبړی آژانس په رپورت، د دې پروژې لګښت به اولس میلیونه ډالره وی او ټاکل شوې ده چې د سفارت ودانۍ به تر راتلونکو د وو […]

امریکایی ځواکونه هوایی برید کې د ملکی کسانو وژنه ردویرشد

په افغانستان کې د امریکایی ځواکونو ویاند، باب پارتمین وایی چې د پنج‎شنبې پر ورځ هوایی برید کې ملکی کسان نه دی وژل شوی د رشد آژانس په رپورت، په افغانستان کې میشت امریکایی ځواکونه په ننګرهار ولایت کې بې‎پیلوټه الوتکې هوایی برید په ترڅ کې د ملکی کسانو وژل […]

افغانستان به جوړوم، که په هر قیمت ویرشد

افغان ولسمشر اشرف غنی نن په یوه ناسته کې د خبرو پرمهال وویل د افغانستان د جوړولو هوډ لری او دا وطن به که پر هر قیمت وی، جوړوی. د رشد آژانس په رپورت، ښاغلی غنی نن (شنبې د زمری ۲۱) کابل کې د ځوانانو نړیوالې ورځې په مناسبت یوې […]

غزنی کې د انسان تښتوونکو له منګولو یو ډاکټر ژوغورل شویرشد

د غزنی سیمه ییز امنیتی چارواکی وایی چې د دغه لایت په ناور ولسوالۍ کې د انسان تښتوونکو له منګلو هغه ډاکټر ژوغورل شوی چې څلور ورځې وړاندې انسان تښتوونکو برمته کړی و. د غزنی د امنیه قوماندانۍ ویاند فهیم امرخېل وایی چې تېره ورځ ناوخته د دغه ولایت د […]

په کوریا ټاپووزمه کې د کړکېچ مخنیوی لپاره له امریکا د چین غوښتنهرشد

د چین ولسمشر شی جین پینګ د امریکا د متحدو ایالتونو پر ولسمشر ډونالد ټرمپ ټینګار کړی څو له داسې کلمو او اعمالو دې ډه ډه وکړی چې د کوریا په ټاپو وزمه کې وضعیت چې لا دمخه ترینګلی دی نور هم خراب کړی. چینایی رسنۍ وایی چې دا خبره […]