سرویس د کورنیو چارو وزارت

د کورنیو چارو وزارت په نننی اونیزه امنیتی غونډه کې د امنیتی ځواکونو د بریالیو عملیاتو د قدردانی تر څنګ د انتخاباتو پر امنیت ټینګار وشود کورنیو چارو وزارت

د کورنیو چارو وزیر په نننی هغه امنیتی غونډه کې چې د وزارت لومړی مرستیال، ستر امنیتی مرستیال او د وزارت رهبری هیئت په کې ګډون کړی و د هېواد د امنیتی وضعیت د ارزولو تر څنګ د انتخاباتو پر امنیت ټینګار وکړ او لازم هدایتونه یې اړوندو برخو ته […]

د بادغیس ولایت لپاره د طالبانو نومول شوی والی سره له ۱۱ نورو مهمو غړو سره ووژل شود کورنیو چارو وزارت

د هغوعملیاتو په ترڅ کې چې د فاریاب ولایت اړوند په غورماچ ولسوالی کې د امنیتی او دفاعی ځواکونو لخوا تر سره شول، ددې ولایت لپاره د طالبانو نومول شوی والی قاری محمد ایوب مشهور په لالا، د همدې ولایت لپاره نومول شوی د والی مرستیال، شیخ کریم، د آبکمری […]

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتی معین نن د پولیس راډیو له لارې د هېوادوالو ستونزې او مشکلات واوریدل.د کورنیو چارو وزارت

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتی معین لوی پاسوال اختر محمد ابراهیمی د هېوادوالو د امنیتی ستونزو د اورېدلو په موخه د پولیس راډیو د یو ساعته خپرونې په لړ کې د یو شمېر ملکی او نظامی هېوادوالو ستونزې واورېدې او د یادو ستونزو د حل په موخه یې اړونده […]

د هیواد د ملی پولیسو د ښوونیز او تحصیلی نصاب د معیاری کولو کمیټه او د پولیسو تشکیلاتی جوړښت نن پرانیستل شو او په طرحه باندې یې کار پیل شو.د کورنیو چارو وزارت

د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک د هیواد د ملی پولیسو د ښوونیز او تحصیلی نصاب د معیاری کولو کمیټه او د پولیسو تشکیلاتی جوړښت لپاره د دغه وزارت د سر مشاور لوی پاسوال عبدالهادی خالد په مشرئ یوه کمیټه جوړه کړې وه، چې نن پرانیستل شو او د […]

په غزنی ولایت کې د چاڼیزوعملیاتو په ترڅ کې ۳۳ تنو ترهګروته مرګ ژوبله واوښتهد کورنیو چارو وزارت

په یادوچاڼیزو عملیاتو کې چې پرون په  ګډه د ملی پولیسو، ملی اردو او په ځانګړۍ توګه، دځانګړو قطعاتو د زړورو منسوبینو پرمټ د غزنې ولایت، دقره باغ  ولسوالۍ اړوندوسیمو کې دیادې سیمې د خوندې امنیت د ټینګ په موخه  په  پلان شوی توګه ترسره شوو تر هګرو ته درانه […]

د کورنیو چارو وزارت د اداری مرستیال تر مشری لاندې، د شهیدانو، زخمیانو او معلولینو کمیټې غونډه تر سره شوهد کورنیو چارو وزارت

په دغه غونډه کې د کورنیو چارو وزارت اداری مرستیال ښاغلی عبدالجبار پردلی د شهیدانو، زخمیانو او معلولینو له کمیټې ددې په خاطر مننه وکړه چې د تروریزم سره د مبارزې په برخه کې، د عرضی تمامیت په برخه کې او په ځانګړې توګه د غزنی په ولایت کې چې […]

په وردګو ولایت کې د پولیسو لخوا (۴۲) ډبرو بار لاری ونیول شوېد کورنیو چارو وزارت

نن پنجشنبه د روان کال د اسد میاشتې په ۱۸ نېټه پوره دوه څلوېښت لارۍ چې پکې مرمر، ګچ او ځینې نورې ډبرې بار وې ددې ولایت د امنیه قوماندانۍ له خوا نیول شوی دی. یادې ډبرې د میدان وردګو او غزنی ولایتونو له کانونو څخه په غیر قانونی توګه […]

د کورنیو چارو وزیر د "سوله د ټولو لپاره" تر نوم لاندې هنری کاروان وستایهد کورنیو چارو وزارت

د کورنیو چارو وزیر ښاغلی ویس احمد برمک نن پخپل دفتر کې د “سوله د ټولو لپاره” هنری کاروان هڅې او نندارې په هېواد کې د سرتاسری سولې لپاره د ذهنیت جوړولو په لار کې خورا ارزښتناکې او اغېزمنې وګڼلې. ښاغلی برمک  د سوله غوښتونکی کاروان له هلو ځلو څخه […]

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتی معین په مشرۍ د کابل ښار لسمه امنیتی حوزه د نمونوی حوزې د جوړولو په موخه ګډه غونډه ترسره شوه.د کورنیو چارو وزارت

یاده ګډه غونډه چې د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتی معین لوئ پاسوال اختر محمد ابراهیمی په مشرۍ جوړه شوې وه لومړی د کورنیو چارو وزارت پالیسۍ او ستراتیژۍ معین پاسوال مسعود احمد عزیزی او د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتی معینیت لومړی مرستیال لوئ پاسوال محمد سالم احساس د […]

د کورنیو چارو وزیر نن پخپل دفتر کې د سیستیکا ادارې له مرستیال ښاغلی جنرال «پاټریک ډبلیو بورډن» سره ولیدلد کورنیو چارو وزارت

پدې لیدنه کې دواړو خواؤ د پولیسو د واحد تشکیل رامنځته کولو، د تشکیلی چارو د کمپیوټری کېدو، د مدیریتی او بشری سرچینو د سیستمونو د پراختیا او پولیسو د معاشونو د اجرا په اړه په تفصیل سره خبرې وکړې. د کورنیو چارو وزیر ښاغلی ویس احمد “برمک” د یادو […]

د کورنیو چارو وزیر نن پخپل دفتر کې د ناټو سازمان له ملکی مرستیال ښاغلی "زیمرمن" سره ولیدلد کورنیو چارو وزارت

پدې لیدنه کې دواړو خواؤ د راتلونکو ولسی جرګې او ولسوالۍ شوراګانو ټولټاکنو د امنیت د ټینګښت په اړه خبرې وکړې. د کورنیو چارو وزیر ښاغلی ویس احمد “برمک” د راتلونکو ټولټاکنو لپاره د افغان امنیتی ځواکونو په تېره بیا ملی پولیسو له بشپړ چمتووالی او ځانګړو تابیاؤ په اړه […]

د کورنیو چارو وزیر نن ماسپښین په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پرمختیایی ادارې مشر ښاغلی "جاسلین مسن" سره پخپل دفتر کې ولیدلد کورنیو چارو وزارت

پدې لیدنه کې دواړو خواوو د پولیسو د معاشونو د پر وخت اجرا او د کورنیو چارو وزارت د بشری سرچینو کمپیوټری سیستم ته د یاد بهیر د لېږد په لړۍ او همدارنګه د پولیس افسرانو او سرتیرو د بایومټریکی نوم لیکنې او د لتفا (د افغانستان لپاره د نظم […]

د کورنیو چارو وزارت سترامنیتی معین د زونونو او ولایتونو له امنیه قوماندانانو سره د ویډیو کنفرانس له لارې پر یو شمېر مهمو مسایلو خبرې وکړې.د کورنیو چارو وزارت

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتی معین لوی پاسوال اختر محمد ابراهیمی د ویډیو کنفرانس له لارې د ټولو ولایتونو امنیه قوماندانانو او ساحوی زونونو قوماندانانو امنیتی کړنې او لاسته راوړنې وستایلې ویې ویل:”سره له دې چې پولیس د خلکو د خوندی امنیت په موخه شپه او ورځ هلې ځلې […]

په کورنیو چارو په وزارت کې ټولې ګمارنې د مسلکی وړتیا، تخصص او معیارونو په اساس ترسره کیږی.د کورنیو چارو وزارت

دا څرګندونې د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتی معین لوی پاسوال اختر محمد ابراهیمی نن د دغه وزارت له مرستیالانو، رئیسانو، جنرالانو او قوماندانانو سره په ګډه امنیتی غونډه کې ترسره کړې. د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتی معین په یاد وزارت کې د فساد پروړاندې جدی مبارزه او د […]