سرویس د اجرائیه ریاست

د کونړ د ولایتی شورا د غړی شاه ولی همت او مولوی عبدالرحمن په شهادت د اجرائیه رئیس د خواخوږۍ پیغامد اجرائیه ریاست

په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د هېواد دښمنانو د کونړ د ولایتی شورا غړی حاجی شاه ولی همت او د هغه ولایت دینی عالم مولوی عبدالرحمن همت په یوه ځانمرګی برید کې په شهادت رسولی دی. انالله وانا الیه راجعون اروښاد همت او مولوی عبدالرحمن د […]

د هلمندی ولسونو د سولی غوښتنی حرکت مشروع او د افغانانو د اساسی غوښتنی پوره کوونکی .د اجرائیه ریاست

د هلمند ولایت د خلکو ولسی او خودجوشه حرکت چی، په هیڅ لوری پوری تړاو نه لری او په هیواد کی‌ئې د دایمی سولی او امنیت لپاره پیل کړی، د خورا ډېری ستاینی او ملاتړ وړ دی. زه ددې حرکت له مؤسسینو،‌غړو او ټولو درنو هلمندیانو څخه مننه کوم، چی […]

ډاکټر عبدالله عبدالله: له ستونزو سره سره، راتلونکی ته هیله مندی ډېره دهد اجرائیه ریاست

په افغانستان کې د «کابل؛ د بابرشاه په واکمنۍ کې د مغولو د پاچاهۍ زانګو» تر عنوان لاندې هنری اثارو نندارتون د هېواد اجرائیه رئیس له لوری پرانیستل شو. دغه نندارتون د افغانستان لپاره د امریکا د مطالعاتو انستیتوت او کابل ښاروالۍ له لوری په بابر بڼ کې ترتیب شوی […]

اجرائیه رئیس: په هېواد کې د سولې او ثبات تامین د ټولو مسوولیت دید اجرائیه ریاست

د افغانستان د اسلامی جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د مارشال محمد قسیم فهیم پوهنتون د افسرانو له اکاډمۍ څخه د ۳۴۱ تنه ځوانو افسرانو د فراغت په مراسمو کې ګډ‌ون وکړ. د مارشال محمد قسیم فهیم د ملی دفاعی پوهنتون قوماندان تورن جنرال جلندر شاه بهنام وویل، […]

اجرائیه رئیس د غور ولایت له ځوانانو سره ولیدلد اجرائیه ریاست

د افغانستان د اسلامی جمهوریت اجرائیه رئیس د غور ولایت له یوشمېر ځوانانو سره نن په سپېدار ماڼۍ کې ولیدل او د هغوی ستونزې یې واورېدې. د غور ځوانانو په هغه ولایت کې له روان کړکېچن پوهنیز بهیر څخه سر وټکاوه او ټینګار یې وکړ، چې په پوهنیز بهیر کې […]

په مارشال فهیم دفاعی پوهنتون کې جامع جومات پرانستل شود اجرائیه ریاست

د افغانستان د اسلامی جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د مارشال محمد قسیم فهیم په دفاعی پوهنتون کې د یوه جامع جومات پرانسته وکړه. د مارشال محمد قسیم فهیم په دفاعی پوهنتون کې یاد مسجد د ترکیې هېواد په مالی مرسته جوړ شوی، چې په یوه وخت د […]

د مارشال محمد قسیم فهیم په دفاعی پوهنتون کې د «مارشال فهیم» له څلی پرانسته وشوهد اجرائیه ریاست

د افغانستان د اسلامی جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن سهار د مارشال محمدقسیم فهیم په ملی دفاعی پوهنتون کې د مارشال محمد قسیم فهیم په یاد د جوړ شوی څلی پرانسته وکړه. په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې د مارشال فهیم د ملی دفاعی پوهنتون رئیس […]

د ملی وحدت حکومت مشرانو د امریکا د کانګریس له پلاوی سره د تروریزم ضد مبارزه باندی وږغېدلد اجرائیه ریاست

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غنی او اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن په کابل کی د امریکا د کانګریس له یوه پلاوی سره لیدنه وکړه. له دې پلاوی سره چی مشری ئې د کانګریس د لږکیو مشری نانسی پلوسی کول، د تروریزم ضد مبارزه، پوځی […]

اجرائیه رئیس د پولنډ له جمهور رئیس سره د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبری وکړېد اجرائیه ریاست

د افغانستان د اسلامی جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د پولنډ له جمهور رئیس اندژی دودا سره په لیدنه کی د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبری وکړې. اجرائیه رئیس د پولنډ ولسمشرته تر ښه راغلاست ویلو وروسته د هغه هیواد له پوځی همکاریو مننه وکړه او په […]

اجرائیه رئیس د المان له دفاع وزیری سره پر دفاعی همکاریو خبری وکړېد اجرائیه ریاست

د افغانستان د اسلامی جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن په کابل کی د المان هیواد د دفاع وزیری اورزولا فون در لاین او د هغه د هیواد د پارلمان له غړو سره ولیدل. په دې لیدنه کی د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کی د افغانستان سره په […]

اجرائیه رئیس د ننګرهار او نورستان له قومی مشرانو سره ولیدلد اجرائیه ریاست

د افغانستان د اسلامی جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د خپل کار په دفتر سپېدار ماڼۍ کې د نورستان او ننګرهار له یوشمېر قومی مشرانو، مخورو، دینی عالمانو او ځوانانو سره په داسې حال کې ولیدل، چې د مشرانو جرګې مشر محترم فضل الهادی مسلمیار او د یوشمېر سناتورانو […]

د کرکټ نړیوال جام ته د افغانستان د کرکټ لوبډلی لار موندنه دی مبارک وید اجرائیه ریاست

او د ۲۰۱۹ د کرکټ د ۵۰ اووریزو لوبو نړیوال جام ته ئې لار پیدا کړه. زه ددې بریا له امله لومړی د کرکټ ملی لوبډلی، ورپسې کرکټ بورډ او د افغانستان ټولو ملت ته مبارکی وایم او خپلو لوبغاړو ته په نړیوال جام کی د بریاوو غوښتنه کوم. زموږ […]

د وزیرانو شورا اقتصادی فرعی کمېټې خپله ناسته وکړهد اجرائیه ریاست

د افغانستان د اسلامی جمهوریت د وزیرانو شورا د اقتصادی فرعی کمېټې خپله ناسته د افغانستان د اجرائیه رئیس په مشرۍ په سپېدار ماڼۍ کې وکړه. په دې ناسته کې د اجنډا له مخې لومړی اقتصاد وزارت د وزیرانو شورا د اقتصادی فرعی کمېټې د راتلونکی کال طرزالعمل او د […]

اجرائیه رئیس د یوناما له مشر سره پر سوله اوټاکنو خبری وکړېد اجرائیه ریاست

د افغانستان د اسلامی جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن په کابل کی د ملګرو ملتونو د عمومی منشی له ځانګړی استازی تدامیچی یاماموتو سره ولیدل. په دې لیدنه کی د افغانستان د سولی پر پروسې او په دې برخه کی د بریا لپاره د سیمی د هیوادونو پر […]

اجرائیه رئیس د IOM له عمومی مشر سره پر افغان کډوالو خبری وکړېد اجرائیه ریاست

د افغانستان د اسلامی جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن په کابل کی د کډوالۍ لپاره د نړیوالی ادارې IOM له عمومی مشر ویلیام لاسی سوینګ سره ولیدل. په دې لیدنه کی له افغانستان دباندی د افغان کډوالو پر حالت،‌ مشخصاً له اروپایی او همسایه هیوادونو څخه د بیا […]

اجرائیه رئیس: د چابهار بندر د فعالولو لپاره دې اړونده هېوادونه عملی ګامونه چټک کړید اجرائیه ریاست

د افغانستان د اسلامی جمهوریت اجرائیه رئیس جلالتمآب ډاکټر عبدالله عبدالله نن له غرمې وروسته د افغانستان د ستراتېژیکو مطالعاتو مرکز له لوری د چابهار بندر په اړه د شوې تازه څېړنې په پرانستغونډه کې ګډون وکړ او دغه تحقیق یې ارزښتمن وباله. د هېواد اجرائیه رئیس غونډې ته په […]

د ننګرهار د حج او اوقافو د رئیس په شهاد د افغانستان د اسلامی جمهوریت د اجرائیه رئیس د خواشینۍ پیغامد اجرائیه ریاست

په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د هېواد مخکښ دینی عالم د افغانستان د علماوو شورا غړی او د ننګرهار د حج او اوقافو رئیس مولوی عبدالظاهر حقانی د یوه ځانمرګی برید له امله په شهادت ورسېد. انا لله وانا الیه راجعون مولوی عبدالظاهر حقانی د هېواد […]

د هېواد اجرائیه رئیس: افغانستان په تحصیلی برخه کې له رښتینی انقلاب سره مخ دید اجرائیه ریاست

د افغانستان د اسلامی جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په کابل کې له تحصیلی نندارتون څخه لیدنه وکړه. د هېواد اجرائیه رئیس له دې نندارتون څخه د لیدنې پر مهال رسنیو ته وویل، چې د هېواد په تحصیلی او تعلیمی ډګر کې د پام وړ بدلون راغلی دی. هغه […]

اجرائیه رئیس په هېواد کې لومړنی خصوصی طبی ټلویزون پرانیستد اجرائیه ریاست

د افغانستان د اسلامی جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په کابل کې د چراغ په نوم د لومړنی طبی خصوصی ټلویزونی چینل په پرانستغونډه کې ګډون وکړ. په دې غونډه کې لومړی د چراغ د لوړو زده کړو طبی موسسې علمی مرستیال همایون مصطفی د یاد ټلویزون د اهدافو، […]

اجرائیه رئیس د سرپل له قومی مشرانو او ځوانانو سره ولیدلد اجرائیه ریاست

د هېواد اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د خپل کار په دفتر سپېدار ماڼۍ کې د سرپل ولایت له یوشمېر قومی مشرانو، مخورو او ځوانانو سره ولیدل. په دې ناسته کې د سرپل ځوانانو او مشرانو خپلې ستونزې له اجرائیه رئیس سره شریکې کړې او غوښتنه یې وکړه، چې […]