له ښځو سره کرکه څه لامل لری؟/شرف الدین عظیمی

  • خپرول: ۸ جوزا ۱۳۹۷
  • نوملړ: لید لوری او مقاله
  • د خبر شميره: 60848

له ښځو څخه کرکه (Misogyny) یوه ټولنیزه ستونزه ده، او دا هغه حالت دی چې په هغې کې له ښځو سره تبعیض او یا هم کرکه کېږی او یا هم د باور وړ نه بلل کېږی. دا ستونزه له ښځو سره د تاوتریخوالی په بحث پورې هم اړه لری. آدرین سسیل ریچ چې یوه مشهوره امریکایی شاعره، منتقده او فمینیسته وه او په عین حال کې د څو امریکایی پوهنتونونو استاده هم وه وایی: «له ښځو څخه کرکه هغه منظم او له تاوتریخوالی څخه ډک عمل او دښمنی ده چې اوس بنسټیزه شوې او عادی شوې هم ده». اروایی شنونکی په دې عقیده دی چې له ښځې څخه کرکه او انزجار د ماشومتوب څخه سرچینه اخلی،هغه هم له مور څخه د ماشوم لومړنی خشمونه چې هغه هم په دې دلیل چې د ماشوم روزنه د ښځې دنده بلل شوې. په دې اړه مشهوره امریکایی اروا شنونکې(روانکاوه)، ټولنپوهه او فمینیسته چودروف وایی چې که غواړو دا ستونزه حل کړو، نو د اولاد په روزنه کې باید د نارینه او ښځینه مشارکت او ګډون وشی.
دا ستونزه له ماشومتوبه پیلېږی، خو ډېر داسې لاملونه شته چې په لوړ سن کې هم ډېره دې کرکې ته زمینه برابروی.
د بېلګې په ډول: له ښځو او نجونو سره ناوړه اړیکې، ناسمه روزنه او وده، ناسالمه کورنۍ، په ټولنه کې د بدو اخلاقو حاکمیت، د بربنډو او غیر اخلاقی فلمونو لیدل او خپرونو اورېدل، له نامحرمو او پردیو ښځو سره اړیکې ، له بدو ملګرو او دوستانو سره اړیکې، تل منفی فکرونه ، ډېرې جنسی اړیکې درلودل، بېځایه ګرځېدل، بی حجابی او داسې نور هغه څه دی چې زموږ په ټولنه کې چې یوه مذهبی دودیزه ټولنه ده، له ښځو څخه د نارینه وو کرکه ډېروی او د ښځو د ژوند او هوساینې فضا را تنګوی او ډول ډول ستونزو ته یې ورکاږی.
دا ستونزه که حل نشی نو ډېرې ستونزې به په ټولنه کې راته پیدا کړی. د بېلګې په ډول:فکر وکړئ چې نیم ژوند له ښځو جوړ شوی او نیم ژوند هم له نارینه وو څخه. دا چې نیم ژوند له نیم ژوند سره په جنګ بوخت وی ډېرې ستونزې زېږوی او دا ښه کار نه دی دا سوله باید راشی، ځکه چې بې باوری رامنځته کېږی، په ټولنه کې بې نظمی جوړېږی، یوازیتوب ډېرېږی، بې حجابی او بربنډتوب به نور هم ډېر شی او هغه هم د عقدې او ضد له لاسه، ډېری ښځې کېدای شی مړې شی یا هم خپله ځانونه ووژنی، په ډېری روانی ناروغیو به اخته شی، نورو بدو کارونو ته به هم لاس واچوی، بنسټونه به جوړ کړی، د ټولنې بد انسانان به ترې جوړ شی، درغلۍ به ډېرې شی، ټولنه او وګړی به یې دروغجن او فرېب کاره شی او داسې ډېرې نورې ستونزې شته چې کېدای شی،رامنځته شی او بیا به یې مسوول دواړه هم ښځې او هم نارینه وی، خو په پیل کې به یې نارینه مسوول وی.
د دې ستونزې د مخنیوی په موخه باید منفی فکرونه ودرول شی، په ټولنیز ژوند باید باور وشی، اړیکې او ټولنیز کارونه باید ډېر شی، دینی ارزښتونه او ښه کلتوری ارزښتونه باید وساتل شی، د ناوړه فلمونه، انځورونه او ناولونه باید ونه لوستل او ونه لیدل شی، نامشروع او ډېرې جنسی اړیکې باید ونه لرو، تل باید له مثبتو فکرونو پیروی وشی، په خپله کورنۍ او کورنی ژوند باید ډېر تمرکز وشی او خوښی پکې رامنځته شی.
لویه ستونزه زموږ په ټولنه کې د قانون نه مراعاتول دی. دا او دې ته ورته مسایل په قوانینو کې په ډېر واضع ډول شاربل شوی، خو یوه ستونزه شته چې باید پام ورته وکړو د بېلګې په ډول: کورنی نظام باید ډېر د پام وړ شی او درناوی باید ورته وشی، هر څه باید په سمه توګه ترسره شی، د مثب فکر په پایله کې به موږ ضرور یوه پایله اخلو، نامشروع اړیکې باید کنټرول شی، ارزښتونه باید وساتل شی، په خپل نفس باید باوروکړو دا هر څه د یوه باور له کبله پیدا کېږی، هر څه باید ریښتونې او صادقانه ویږعلم، پوهه او سواد باید لوړ شی، له بېکاره کارونو څخه باید مخنیوی وشی، په ټولنه کې اړیکې باید سمې شی، باید ښه دوستان او ملګری غوره شی او داسې نور هغه څه دی چې د یوې حل لارې په توګه اشاره ورته کولی شو.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=60848

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *