۹ کسان د ټاکنو کمیسیون څوکۍ د ترلاسه کولو لپاره هڅه کوی

  • خپرول: ۲۱ جدی ۱۳۹۶
  • نوملړ: سیاست
  • د خبر شميره: 41069

د ټاکنیزو کمیسیونونو غړو د غواروۍ کمېټې د ۵۷ کسانو له ډلې څخه، د ۹ کسانو اسناد د ټاکنو په خپلواک کمیسیون کې د غړیتوب په موخه تایید کړی دی. درې تنه دغه کسان باید ولسمشری ماڼۍ ته ور وپېژندل شی.
د جرګې منشی عبدالقادر زازی وطندوست، نور محمد نور د ټاکنو خپلواک کمیسیون پخوانی ویاند، غلام شاه عادل علیزایی، سید حفیظ الله هاشمی د مشرانو جرګې منشی، پوپل حبیبی، د ملی دفاع وزارت د مالی او اداری چارو مشر احمد شاه زمانزی، اول الرحمن رودوال د کابل ټاکنو د کمیسیون مشر، د پولیسو مشری د لوړو زده کړو قوماندانۍ ملکی مرستیال محمد اسماعیل سهاک او عبدالحسیب لطیفی د هغو کسانو څخه دی چې ددوی اسناد دیادې کمېټې په واسطه د تایید وړ ګرځېدلی دی.
د غوراوۍ کمېټه باید ددغو کسانو له ډلې څخه، درې کسان یې ولسمشری ماڼۍ ته ور وپېژنی. د ټاکنو قانون د ۱۶ مادې له مخې، د ټاکنو په خپلواک کمیسیون کې خالی څوکۍ باید د هغه شخص په واسط ډکه شی چې د هغه مخکنی شخص د جنس او قوم اړوند وی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=41069

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *