۷ تنه سیمه ییز سرتېری په ننګرهار ولایت کې وژل شوی

  • خپرول: ۲۵ سرطان ۱۳۹۷
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 70108

د ننګرهار ولایت سیمه ییز مسولین وایی، په یاد ولایت کې پریوې سیمه ییزې پوستې باندې د طالبانو د ډله ایز برید له امله، ۷ سیمه ییز پولیس وژل شوی دی.
د ننګرهار والی ویاند عطاالله خوګیانی نن دوشنبه یاش خبری سرچینې ته ویلی چې دا برید تېره شپه د غنی خیلو ولسوالۍ د فرش په سیمه کې پر یوې امنیتی پوستې ترسره شوی دی.
د ننګرهار والی ویاند په وینا، په یاد برید کې د طالب ډلې ۳ جنګیالی هم وژل شوی دی.
داپه داسې حال کې ده چې یوتن ځانمرګی برید کوونکی تېره ورځ د کرولا موټر څخه په ګټې اخیستنې سره په غنی خیلو ولسوالۍ کې د سرحدی پولیسو پر پوستې برید وکړ.
برید کوونکی له هغه وروسته موټر بم ته چاودنه ورکړه چې د امنیتی ځواکونو له خوا وپېژندل شو. په یاده چاودنه کې امنیتی ځواکونو ته تلفات نه دی اړول شوی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=70108

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *