۷۵۰ تنه بندیان د افغانستان په بندخونو کې شپې او ورځې تېروی

  • خپرول: ۱۸ میزان ۱۳۹۷
  • نوملړ: فرهنګ او ټولنه
  • د خبر شميره: 87779

د اکتوبر لسمه د اعدام د سزا پر ضد د مبارزې نړیواله ورځ ده. د افغانستان د حکومت شمیرې ښیی، چې د دغه هیواد په زندانونو کې سلګونه بندیان د اعدام په سزا محکوم شوی او د دغه حکم د عملی کیدو په انتظار دی.
د افغانستان د محابسو او توقیف‌خانو عمومی رئیس جنرال عبدالعلیم کوهستانی امریکا غږ – آشنا ته وویل، چې په اوس وخت کې د ۳۵زرو څخه نیولې تر ۳۶زره بندیان، د دغه هیواد په زندانونو کې بندیان دی.
هغه په اعدام د محکوم شویو بندیانو د شمیر په اړه د امریکا غږ پوښتنې ته په ځواب کې وویل “۷۵۰ نفره اعدامیان لرو”.
دغه شمیر کسان په داسې حال کې په اعدام محکوم شوی، چې له ۲۰۱۵ کال راهیسې په افغانستان کې د اعدام په سزا د محکوم شویو په شمیر کې زیاتوالی راغلی دی.
د بخښنې د نړیوال سازمان د ۲۰۱۷ کال د ریپوټ پر اساس، په ۲۰۱۵ کال کې په افغانستان کې د دولسو بندیانو د اعدام حکم صادر شوی وو، خو پر یو تن باندې دغه حکم عملی شو.
د دغه سازمان په ریپوټ کې راغلی، چې په ۲۰۱۶ کال کې څه باندې ۶۰۰ تنه په افغانستان کې په اعدام محکوم شوی وو او په دغه کال کې شپږ تنه چې په تروریستی پیښو کې په لاس لرلو تورن شوی وو، د پلچرخی په زندان کې اعدام شول.
په همدې حال کې اروپایی اتحادیې د اعدام د سزا پر ضد د نړیوالې ورځې په مناسبت، په یو خپور شوی بیان کې د اعدام له سزا سره خپل کلک مخالفت څرګند کړی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=87779

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *