۶۰ زره پاکستانی پوځیان به ډیورند کرښې ته نېږدې مېشت شی

  • خپرول: ۱۸ اسد ۱۳۹۷
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 75850

د پاکستان پوځی چارواکو اعلان کړی چې له افغانستان سره په خپله پوله کې ۶۰ زره سرتېری مېشت کوی ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترهګرو له تګ او راتګ څخه مخنیوی وشی.
د نیوز انترنشنل د راپور له مخې، پاکستانی چارواکو ویلی چې څه باندې ۴۰ سلنه دغه ځواکونه د روزنې لپاره ګمارل شوی چې تمه کېږی دغه بهیر دوه کال وخت په برکې ونیسی.
راپور زیاتوی چې دغه اقدام د افغانستان او پاکستان په پوله کې د ترهګرو پر ضد عملیاتو لپاره مرسته کوی او پر افغانستان باندې د امریکا له برید وروسته، ددغه هېواد سرحدی سیمې د پراخو ناامنیو شاهدې وې.
ویل کېږی د ترهګرو اړوند تاوتریخوالۍ اوس مهال د تېرې یوې لسیزې په پرتله کموالی موندلې ده.
پاکستان د ۶۶۱ زره پوځی ځواکونو په لرلو سره وړاندې له هند سره په خپله ختیځه پوله کې تمرکز لرل او دغه پوله د دواړو هېوادونو ترمنځ د خونړیو نښتو شاهد وه.
د اسلام اباد چارواکو ویلی چې د افغانستان او پاکستان په پولو کې د خنډ رامنځته کول، په دواړو هېوادونو کې د ترهګرو له تلو څخه د مخینوی په موخه اړین دی.
د پاکستان دولت وایی څه باندې ۲ میلیون افغان کډوال په پاکستان کې ژوند کوی چې ددغو کډوالو اډې د ترهګریزو فعالیتونو زمینه برابروی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=75850

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *