۵۵۰ کیلوګرامه چاودېدونکی توکی په نورستان ولایت کې نیول شوی

  • خپرول: ۲۱ جوزا ۱۳۹۸
  • نوملړ: فرهنګ او ټولنه
  • د خبر شميره: 120161

د نورستان امنیه قوماندان، صابر آرین وایی، د دې ولایت مرکز پارون کې یې ۵۰۰ کیلوګرامه چاودېدونکی توکی کشف او ظبط کړی دی.
ښاغلی ارین وایی، چاودېدونکی توکی یوه ډاډسن موټر کې د سبزیو لاندی ځای پر ځای شوی وو چې امنیتی ځواکونو کشف کړی.
د نورستان امنیه قوماندان وایی، د دې کشف شویو چاودېدونکو موادو په تړاو ۲ تنه نیول شوی دی.
نوموړی څرګندوی:« لارۍ کې یې چاودېدونکې توکی ځای پر ځای کړی وو، او پر دولتی بنسټونو یې د بریدونو هوډدرلود. موږ د منظم پلان له مخې له نیکه مرغه یو موټر چې یوولس بوجۍ چاودېدونکې توکی یې په کې بار کړی وو، له دوو کسانو سره ونیول. دغه ۵۵۰ کیلو ګرامه چاودېدونکی توکی د نورستان مرکزد پارون دروازې ته څېرمه ونیول شول.»
د نورستان د پولیسو په وینا، ترهګرو غوښتل پر دې چاودېدونکو موادو د دولتی ادارو کارکونکی په نښه کړی.
ښاغلی آرین وایی د نیول شویو کسانو دوسیه تر دوران لاندې ده چې عدلیې او قضایی بنسټونو ته به وسپارل شی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=120161

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *