۳۴ کسان د طالبانو او داعش له بنده خوشی شول

  • خپرول: ۲ ثور ۱۳۹۸
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 114028

افغان چارواکی وایی چې امنیتی ځواکونو په ننګرهار او غزنی کې د داعش او طالبانو له بندونو څخه په لسګونو برمته خوشی کړی دی.
د ننګرهار د والی ویندوی عطاالله خوږیاڼی نن /دوشنبه/ وویل چې امنیتی ځواکونو د چپلیار ولسوالی د سلوزو قوم ۲۴ قومی مشران او سپینږیری، چې داعش یرغمل کړی وو، په یو لړ عملیاتو کې وژغورل.
د خوږیاڼی په وینا د سلوزو د قومی مشرانو د خلاصون په عملیاتو کې د داعش درې غړی او یو ملکی وګړی وژل شوی دی.
له بلې خوا د غزنی د والی ویندوی عارف نوری وایی چې امنیتی ځواکونو د دې ولایت په قره باغ ولسوالی کې د طالبانو پر ضد په عملیاتو کې ۱۰ تنه بندیان خوشی کړی دی.
د نوری په وینا په دې عملیاتو کې، چې د قره باغ ولسوالی په لیلیزی، واله او تولا کلا سیمو کې تېره شپه وشول، لږترلږه ۹ تنه طالبان وژل شوی او ۵ نور ژوبل شوی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=114028

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *