۲۵ داسی نصیحتونه، چی ژوند ته دی خوښی در بخښی او نېکمرغه کوی دی..!

  • خپرول: ۲۵ اسد ۱۳۹۶
  • نوملړ: افغان ولس
  • د خبر شميره: 31056

 

۱- همېشه دی ورځ په لمانځه او سهارنیو اذکارو سره پیلوه.

۲- لمونځ، تلاوت او اذکار ډېر کوه، ځکه دا دی سینې ته روښانی بخښی.

۳- همېشه لمونځ کوه، ځکه هغه ستا سره قبر ته تلوونکی دی.

۴- دعاء ډېره کوه، هیڅکله یې مه پرېږده، ځکه همدا د نجات رسۍ ده.

۵- تل خوشبینه اوسه، که څه هم د طوفان په غېږ کی یې.

۶- ګوتی دی په تسبیحو سره ښکلې کړه(تسبیحات وایه.)

۷- کله چی غمونه او پرېشانۍ در باندی چاپېره سی، نو(لا إله إلا الله) ډېره- ډېره وایه.

۸- صدقه کوه، ځکه صدقه تر ټولو ښه کار دی او تر نورو ښه صدقه؛ ښه او نېکه خبره کول دی.

۹- اوږدې سجدې کوه، ځکه اوږدې او له ویری ډکی سجدې، بهتره دی له دنګو ماڼیو څخه.

۱۰- تر خبرو کولو مخکی فکر کوه، ځکه ځینی کلمې وژونکی وی.

۱۱- د مظلومانو دعاوی خپلی کړه او له حاله یې ځان خبر کړه.

۱۲- د مجلې او کتاب ویلو مخکی، د قران کریم تلاوت وکړه.

۱۳- د خپلی کورنۍ د استقامت یو لامل اوسه.

۱۴- خپل نفس ښو کولو ته وهڅوه، ځکه نفس خو بدۍ ته هڅونکی دی.

۱۵- د خپل والدینو رضاء تر هر څه مخکی خپله کړه.

۱۶- خپلې جامې فقیرانو ته ورکړه، ځکه ستا زړې هغو ته نوی دی.

۱۷- هیڅکله مه غصه کېږه، ځکه د دنیا ژوند تر هغه څه چی ته یې فکر کوې؛ لنډ دی.

۱۸- له تا سره همېشه د ځواکمنو، ځواکمن او د غنیانو، غنی؛ الله تعالی مل دی، هیڅ وېره مکوه.

۱۹- هیڅکله د ګناه کولو لپاره چا ته دروازه مه پرانیزه.

۲۰- لمونځ تر هغه ټولو بهتر دی، چی له تا سره د ستونزو او مصیبتونو په وخت کی مرسته کوی.

۲۱- الله تعالی ته ځان نیژدې کړه، ځکه د ټولو مشکلاتو سبب، له الله تعالی څخه په لیری والی کی دی.

۲۲- همېشه په یاد ولره، چی ټولی خبری دی ملائکی له ځان سره لیکی.

۲۳- کله چی دی له چا څخه خپل غیبت واورېده، نو هغه ته ووایه ” له خدایه ووېرېږه..”

۲۴- د الله تعالی او د نبی کریم(صلی الله علیه وسلم) مینه اختیار کړه.

۲۵- دومره استغفار وایه، چی شیطان له ډېره غمه وچوی.

 

 

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=31056

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




85 − 77 =