۲۱ طالبان او داعش جنګیالی په ننګرهار ولایت کې امنیتی ځواکونو ته تسلیم شوی

  • خپرول: ۳۰ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 105747

په ننګرهار کې د طالبانو او داعش ډلې ۲۱ تنه جنګیالی د ملی امنیت ځواکونو ته تسلیم شوی دی.

د ننګرهار والی وایی چې یادو جنګیالیو د وسله‎والو ډلو لپاره د افغان دولت پر ضد په بېلابېلو ولسوالیو کې فعالیتونه لرل او تر دې وروسته د عادی افغانانو په توګه به په هېواد کې ژوند وکړی.

د ننګرهار والی، شاه محمود میاخېل وایی:«نن دلته یوویشت کسان تلسیم شوی دی چې اتلس یې طالبان دی او درې کسان یې د داعش ډلې غړی دی. د حکومت پالیسی هم دا ده، هغه کسان چې وسله ږدی او عادی ژوند ته راځی، دا دروازه ورته خلاصه ده.»

له دې سره هم مهاله له جګړې څخه لاس په سر شوی جنګیالی په هېواد کې روانه جګړه د پاکستان زېږنده بولی او وایی، چې د دولت په وړاندې ټولې وسله والې ډلې د پاکستان په اشاره هېواد کې ناروا جګړې کوی.

پخوانی وسله وال طالب، جان محمد وایی:«کله چې مو ولیدل، دا ډلې د امارت په نامه د پاکستان نه تجهیز کېږی، او د پاکستان له ای اس ای نه هېواد ته د ملی امنیت په همکارۍ راغلو.»

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=105747

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *