۱۳ کسان د نشه یی توکو د قاچاق په تور په بند محکوم شول

  • خپرول: ۲۴ میزان ۱۳۹۷
  • نوملړ: فرهنګ او ټولنه
  • د خبر شميره: 87979

له نشه یی توکو سره د مبارزې عدلی او قضایی مرکز د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې د تېر یو کال په ترڅ کې ۱۳ تنه د نشه یی توکو د قاچاق په تور له ۵ څخه تر ۱۶ کال بند محکوم شوی دی.
د هغې اعلامیې له مخې چې نن سه شنبه خپور شوې، په دې ډله کې یوه ښځه هم شامله ده. له نشه یی توکو سره د مبارزې عدلی او قضایی مرکز په وینا، دا کسان د نشه یی توکو د قاچاق په لسو پېښو تورن ول.
دغه قضایی مرکز په خپله خبرپاڼه کې د محکوم شویو کسانو نومونه ندی په ډاګه کړی، خو ویلی چې دا ۱۳ کسان د څه باندې ۱۲ کیلوګرام نشه یی توکو د قاچاق په تور د مسکراتو او نشه یی توکو په وړاندې د مبارزې پولیسو له خوا نیول شوی دی.
خبرپاڼه زیاتوی چې ترلاسه شوی نشه یی توکی هیرویین، څلور کیلوګرام مورفین، څه باندې ۴۵ کیلوګرام تریاک، ۱۴۴ کیلوګرام چرس، ۹۷۷ ګرام شیشه او یو کیلوګرام پاپاورین، نرکوتین او تبایین په برکې نیسی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=87979

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *