۱۳ وسله وال مخالفین په غزنی ولایت کې د بهرنیو ځواکونو له خوا ووژل شول

  • خپرول: ۲۳ میزان ۱۳۹۷
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 87931

په افغانستان کې میشت بهرنیو ځواکونو د وسله والو پر دوو موټرونو هوایی بریدونه ترسره کړی چې امله یې ۱۳ وسله وال وژل شوی.
په جنوب ختېځ کې د ملی پوځ ۲۰۳ تندر قول اردو په یوه بیان کې ویلی، چې د وسله والو پر خلاف تازه هوایی بریدونه د اندړ ولسوالی کې په مربوطاتو کې ترسره شوې ده.
خبرپاڼه زیاتوی ”ائتلافی ځواکونو د غزنی ولایت د اندړو ولسوالۍ په اړونده سیمه کې دوسله والومخالفینو یو مازدا موټر او یو عراده هاموی په نښه کړی، ۱۳ تنه وسله وال مخالفین وژلې دی. “
د وسله والو طالبانو په ګډون د ولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دی ویلی.
غزنی د افغانستان په جنوب ختېځ کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا ناامنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتی وضعیت ډیر خراب شوی دی.
د غزنی ولایت په شمېر لرو پرتو سیمو کې د وسله والو طالبانو ترڅنګ د اسلامی دولت نومې ډلې پلویان هم په فعاله توګه په ترهګریزو کړنو بوخت دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=87931

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *